د سعودي عرب د هوايي پوځ یو پایلټ د امریکې په فلورېډا ریاست کې د جمعې په ورځ د سمندري پوځ په مرکز کې درې کسان په ډزو ووژل.
چارواکي وايي دا لا نه ده معلومه چې سعودي پایلټ دغه حمله په څه مقصد وکړه خو د ترهگرۍ امکان یې هم نه دی رد کړی.
امریکايي خبري ادارو په خپلو رپورټونو کې د سعودي شهري شناخت د سعید الشامراني په نوم وکړه چې د حملې وروسته پولیس په ډزو ووژلو.
د ډزو دغه پېښه د فلورېډا ریاست د پېنساکولا نېول ائر سټیشن کې د جمعې په ورځ سحر وختي وشوه.
امریکايي مامورینو د پېښې په اړه تحقیقات شروع کړې دي چې سعودي پایلټ دغه حمله په څه غرض وکړه؟ سعیدالشامراني د امریکې په دغه پوځي مرکز کې تربيه ترلاسه کوله.
په فلورېډا کې د سمندري پوځ دغه مرکز ته د سلگونو په مشیره کې د نورو ملکونو پوځي افسران د تربیي دپاره ورځي.
امریکايي ماموین وايي د فلورېډا دغه پوځي مرکز ته دننه د وسلې وړلو اجازت نه وي خو سعودي پایلټ په څه طریقه د ځان سره تماچه یوړله او د پوځي مرکز په یوه ودانۍ کې یې خلک په نخښه کړل. یو پولیس په هغه ځوابي ډزې وکړې او وېې وژلو.
د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي چارواکو وي او ای ته وویل د دوی تحقیقات لا په لومړي پړاو کې دي، په دې اړه لا څه نشي وېلی چې سعودي پایلټ په څه مقصد دغه حمله وکړه خو چارواکو وویل دوی د ترهگرۍ امکان هم نه ردوي.
د فلورېډا ریاست والي یا گورنر ران ډيسېنټس وویل په تحقیقاتو کې به گڼ شمېر پوښتنو ته کتنه کولی شي چې ځکه چې حمله کوونکی د بل ملک شهري و او د سعودي عرب د هوايي پوځ غړی و.
امریکايی صدر ډانلډ ټرمپ د پېښې په اړه په ټوېټر وویل د سعودي باچا شاه سلمان سره په رابطه کې دی او سعودي باچا ورسره غمرازي وکړه.
صدر ټرمپ زیاته کړه چې شاه سلمان وویل سعودي ولس د پایلټ د بربریت په چلند ډیر قهر جن دی.
صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل د پېښې مکمل تحقیقات به کولی شي.
په یوه هفته کې د امریکې د سمندري پوځ په مرکز کې د ډزو دا دویمه پېښه وه.
د شورو چهارشنبې، په ورځ د هوايي ریاست په پرل هاربر کې د سمندري پوځ یو عسکر په مرکز کې دننه دوه کسان وژل او بیا یې خپل ځان هم ووژلو.