لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: باید هېوادونه د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ طالب مشرانو د سفر لپاره اجازه واخلي


امریکا متحده عرب اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په سفر باندې غبرګون څرګند کړی او وایي د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید پر هغه لګېدلي بندیزونه پر ځای کړي او د سفر لپاره یې اجازه واخلي.

د عرب اماراتو او د طالبانو حکومت د امریکې غبرګون ته څه جواب نه دی ویلی چې آیا دې خلیجي هېواد ته د سراج الدین حقاني د سفر لپاره مخکې له مخکې ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړل شوی وو که نه.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د جون پر پینځمه خبري غونډې ته په وینا کې وویل، هېوادونه باید د طالبانو پر چارواکو باندې لګېدلو نړیوالو بندیزونو ته پام وکړي.

یو خبریال له مېتیو میلر څخه وپوښتل، د عرب اماراتو صدر د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره لیدلي چې د امریکې د ترهګرۍ په فهرست کې شامل دی، آیا امریکا په اړه د عرب اماراتو له حکومت سره خبرې کړې دي که نه، مېتیو میلر وویل په دې اړه داسې څه خبرې نه دي کړې.

مېتیو میلر وویل "باید غړي هېوادونه د طالبانو د هغو چارواکو د سفرونو لپاره اجازه واخلي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې دي. د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته پکار دی چې دغه تګلاره عملي کړي."

مېتیو میلر وویل د طالبانو د مشرانو په ګډون د بندیزونو په فهرست کې د شاملو کسانو د سفر د استثنی یا معافیت په اړه دغه اجازه د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټۍ د 1988 د قرارداد له مخې ورکول کېږي.

د وي او اې اشنا د رپوټ له مخې، دا مهال د سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو د حکومت د 85 غړو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په فهرست کې شامل دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د خپل حکومت په مهال اول وار د ملګرو ملتونو او امریکې له بندیزونو سره سره څو ورځې مخکې له افغانستانه بهر سفر کړی او په ابوظبۍ کې یې د متحده عرب اماراتو له مشر سره لیدلي دي.

ملګرو ملتونو د 2007 کال په ستمبر میاشت کې پر سراج الدین حقاني له القاعده شبکې او طالبانو سره د اړیکو تر څنګ په دې خاطر هم بندیزونه ولګول چې د هغه په مشرۍ حقاني شبکي د نورو سخت دریځو او ترهګرو ډلو مالي ملاتړ کاوه.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او د تحقیقاتو فیډرل ادارې د 2008م کال په مارچ کې سراج الدین حقاني د نړیوالو ترهګر په فهرست کې شامل کړی او ویلي یې وو هغه چا ته به 10 میلین ډالر ورکړي چې د هغه په اړه معلومات ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جون پر څلورمه پر خپل ایکس لیکلي، سراج الدین حقاني د یو پلاوي په مشرۍ عرب اماراتو ته سفر کړی چې وایي د دوی د استخباراتو د ادارې مشر ملا عبدالحق وثیق یې هم ملګری وو:

"د اسلامي امارت پلاوي په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له مشر، شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل".

مجاهد نور تفصیل نه وو ورکړی چې د حقاني په مشرۍ پلاوی کله عرب اماراتو ته تللی، په خپله خوښه او که د هغه ځای د حکومت په بلنه ورغلی او نه یې دا ویلي چې سراج الدین حقاني له شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره پر څه موضوعاتو خبرې کړې دي.

د حقاني دې سفر- چې له مخکې نه وو اعلان شوی- نه یواځې یو شمېر مبصرین حیران کړي بلکې دا هم څرګندوي چې په افغانستان کې د سیمې او د سیمې وراخوا هیوادونه څومره رول لري.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د موجودګۍ په مهال د حقاني ډلې فعالیتونو ته په کتو دا پوښتنې پیدا کیږي چې د طالبانو دې جګپوړي چارواکي څنګه داسې یو هیواد ته رسمي سفر کړی چې په خلیج کې د امریکا نیژدې متحده بلل کیږي.

عربي متحده امارات، پاکستان او سعودي عرب د نړۍ یواځیني هیوادونه وو چې د طالبانو لومړنی حکومت یې په رسمیت پیژندلی وو، خو د طالبانو اوسنی حکومت د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او یواځې چین ورسره سفارتي اړیکې پیل کړې دي.

سراج الدین حقاني په داسې وخت عرب اماراتو ته سفر کړی چې ملګري ملتونه د روانې جون میاشتې پر 30مه د افغانستان په هکله په دوحه کې درېیمه غونډه کوي. طالبانو بیا ویلي یواځې په هغه صورت کې په دې غونډه کې ګډون کوي چې شرطونه یې ومنل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG