امریکې ویلي چې پاکستان کې دانتخاباتو په مهال د تشدد احتمال ته داندېښنې په نظر ګوري اؤ دا پاکستان د بې ثباتۍ لامل جوړیدلی شي.
د ای ایف پي خبري ادارې د رپورټ له مخې دامریکې دملي امنیت دکونسل ویاند جان کربي سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي "مونږ په یقیني توګه د هرې داسې پرتشدده کارروایۍ په اړه فکرمند یو چې پاکستان کې د بې ثباتۍ لامل جوړیدای شي ، یا هم مونږ په هر هغه هیواد کې دداسې کارروایو په حواله زیات اندېښمن یو چرته چې دترهګرۍ دمخیوي په اړوند ګټې شریکې وي"
هغه ویلي امریکې دې هر څه ته د ژورې اندېښنې په نظر ګوري.
جان کربي ویلي پاکستان د امریکې شراکت دار دی اؤ "مونږ هیله لرو چې هغه به زمونږ شراکت دار پاتې شي"
هغه ویلي پاکستان دامریکې ایتلافي هیواد دی" اؤ په ځانګړي ډول دترهګرۍ پرضد جګړه کې زمونږ ایتلافي دی، مونږ د بې ثباتۍ دسوب جوړیدو په هره کارروایۍ جوخت نظر ساتلی دی"
امریکایي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پاکستان کې دحکومت د اییني مودې په ختمیدو تېره شپه قامي اسمبلي ماته کړل شوې ده اؤ د نګران حکومت وزیراعظم دټاکنې لپاره نن د زیارت په ورځ وزیراعظم شهباز شریف د اپوزیشن د مشر راجا ریاض سره مشوره کوي.
دپاکستان دایین له مخې په راتلونکو دریوو میاشتو کې به پاکستان کې نوي انتخابات کولی شي خو دانتخاباتو نه وړاندې پاکستان کې یو ځل بیا ترهګرۍ سر راپورته کړی دی اؤ تیره ورځ وزیراعظم شهباز شریف هم پارلیمان ته دخپلې مخه ښې په وینا کې ویلي وؤ چې دهیواد بیلابیلو برخو کې بیا ترهګري پیل شوې ده.
څیړونکي ویرې څرګندوي چې دانتخاباتو په مهال تندلاري اؤ ترهګر د پاکستان د تاوجنو سیاسي حالاتو نه په ګټې اخستو ترهګر خپل بریدونه لا پسې سیوا کولی اؤ پاکستان دبې ثباتۍ سره مخ کولی شي.
پاکستان کې دامنیت په وضعه ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه ښایي چې ترهګر د وړاندې په مقابله کې اوس زیات پیاوړي شوي اؤ منظم شوي دي اؤ ډیر په اسانۍ سره خپل اهداف په نخښه کوي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ ویلي، دافغانستان څخه دامریکې اؤ ناټو تر وتلو وروسته چې هغوي نه په افغانستان کې کومې وسلې عصري وسلې اؤمهمات پاتې شوي وؤ هغه اوس په پاکستان کې د وسله والو ډلو لاسونو ته ورغلي اؤ هغوي پرې دلته په اسانه خپل اهداف په نخښه کوي.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هم تېره اوونۍ دعوه کړې وه چې د ناټو وسلې دترهګرو ډلو ترڅنګ پاکستان کې حتی د ډاکوانو لاسونو ته هم ورغلي دي.
ناصر داوړ وایي ، دټي ټي پي تر منځ په تېرو وختونو کې زیات اختلافات وؤ اؤ دغه وسله واله ډله په څو ډلو ویشل شوې وه خو هغه وایي په نزدې وختونو کې اوس د ټي ټي پي بیلابیلو ډلو خپل اختلافات ختم کړي اؤ دپاکستان پرضد په شریکه جنیګیږي چې دهغوي مقابله اوس دامنیتي ځواکونو لپاره د یو چیلینج حیثیت لري.
نوموړي وویل د انتخاباتو په مهال به ارو مرو وسله والې ډلې هڅه کوي چې دتاوجنو سیاسي حالاتو نه په استفادې سره پاکستان کې دخپلو بریدونو لړۍ لا پسې چټک کړي اؤ هیواد د بې ثباتۍ سره مخ کړي تر څو په دغسې کولو ریاست پخپلو غوښتنو منلو مجبوره کړي.
دپاکستان دپوځ سرلښکر روانه اوونۍ پېښور کې یوې قبایلي جرګې ته خپله وینا کې ویلي وؤ ترهګرو پاکستان کې خپل بریدونه ددې لپاره چټک کړي ترڅو ریاست ځان سره خبرو ته مجبوره کړي خو هغه ویلي وؤ چې ترهګرو ډلو سره به هیڅ خبرې نه کیږي.
Forum