د امریکي په اینده صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمند سیاستوال د شورو، چهارشنبې، په ورځ په دویمه مباحثه کې د یو بل سره مخامخي.
مباحثه یا مناظره به په کېلېفورنیا ریاست کې د پخواني صدر رانلډ رېګن په نوم لايبرایري یا کتابتون کې کېږي.
رېګن د ريپبلېکن پارټۍ ګڼ شمېر پلویان یو مثالي زاړه پاله سیاستدان ګڼي او د هغه په نوم کتابتون ته د مقدس مقام په څېر کتنه کوي.
په مباحثه کې به د نیوجرزي پخوانی ګورنر کرېس کرېسټي، د فلورېډا ریاست ګورنر ران ډيسېڼټس، د ساوت کېرولاینا ریاست سېنېټر ټیم سکاټ، د ساوت کېرولاینا پخوانۍ ګورنره نیکي هېلي، سرمایه کار وېوېک راماسوامي او پخواني نایب صدر مایک پېنس شرکت کوي.
د مقبولیت په لحاظ د ريپبلېکن پارټۍ تر ټولو مخکې امیدوار پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ به په دویمې مباحثې کې هم شرکت نه کوي. د اګست د میاشت په مباحثه کې هېلي ویلي وو چې ټرمپ په امریکا کې تر ټولو ناخوښه سیاست دان دی.
د ډېموکرېټېک پارټۍ موجوده صدر جوبایډن د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب د بیا ودرېدو اعلان کړی دی.
ريپبلېکن پارټي به د ګوند د ټېکټ په خواهشمندو کې یو غوره کوي چې په صداري انتخاب کې په ممکنه توګه د مقابله وکړي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ریپبلېکن پارټۍ په مناظره به د رېګن د علامتي سیاسي اثر دلاند کېږي.
مصنف کرېګ شرلي د رېګن په انتخابي کېمپېن کې او د رېګن د صدارت په مهال په وایټ هاوس کې خدمات ترسره کړي او د رېګن په ژوند او سیاست يې شپږ کتابونه لیکلي دي.
شرلي وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ مباحثه کې به د ریپبلېکن پارټۍ موجوده امیدواران د ځانونو موازنه د رېګن سره کوي.
رېګڼ د اولس د سترګو مخې ته ژوند د اداکارۍ او د ډېموکرېټۍ نه شروع کړو خو بیا ريپبلېکن پارټۍ ته واوړېدو. د نونسوه اتیایم په لسيزه کې د مقبول صدر په حېث په دوو صدارتي دورونو کې هغه زاړه پاله قدرونه خپل کړي وو چې په کې وړوکی حکومت، کم ټېکسونه او د دفاع دپاره زیاتې پېسې شاملې وې.
هغه د ګرېټ کمیونيکېټر په نامه هم یادېدو یعنې داسې تن چې خلک په اسانه په خپله خبره پوهولی شي او د هغه ځینو ساده او نېغو خبرو تاریخ بدل کړی دی.
د ريپبلېکن پارټۍ په وړمبۍ مباحثه کې د راماسوامی دا دلیل و چې په اوکراین د روس د یرغل نه چین امریکې دپاره د زیات تشویش خبره ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکې پخوانۍ سفیرې هېلي په خارجه تګلاره کې د خپل حریف د تجربې په نیشت والي پوښتنې راپورته کړې.
د مقبولیت په لحاظ د ريپبلېکن پارټۍ تر ټولو مخکې امیدوار پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ به په دویمې مباحثې کې هم شرکت نه کوي. د اګست د میاشت په مباحثه کې هېلي ویلي وو چې ټرمپ په امریکا کې تر ټولو ناخوښه سیاست دان دی. کرېسټي او پېنس د هغه ټرمپ د نااهله کولو غوښتنه کړې وه لیکن راماسوامی ټرمپ د یوېشتمې پېړۍ بهترین صدر بللی و.
لیکوال این مورګن وايي که رېګن ژوندی نو د سیاست په موجوده لهجه او اختلافاتو به خوښ نه و. مورګن وویل رېګڼ عاجز طبیعته او خوش مزاجه سړی و چې په فطري توګه يې لويي نه شوه کولی او دا د ريپبلېکن پارټۍ په موجوده قالب کې نه ځاييږي.
Forum