لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ دې د کانگرس د منظورۍ نه بغیر ایران سره جنگ نه کوي، یو سېنټر وايي


صدر ډانلډ ټرمپ

د امریکې د سېنټ یو غړي ویلي په دومره شمېره کې یې د خپلو همکارانو حمایت ترلاسه کړی دی چې په سېنټ کې یو قرارداد منظورولی شي چې صدر ډانلډ ټرمپ د دې پابندي کړي چې د کانگرس د منظورۍ نه بغیر به د ایران خلاف نور پوځي گامونه نه اخلي.

سنېټر ټم کېن وویل "مونږ اوس، د ریپبلېکن او ډیموکرېټک، همکارانو اکثریت لروو، چې په کلکه به د دې اصول په حق کې ودرېږي چې مونږ به د کانگرس د ووټ (منظورۍ) نه بغیر جنگ نه کوو."

د حزب اختلاف ډیموکرېټک پارټۍ سېنټر ټم کېن وویل "دا ډیره مثبت خبره" او هغه کوښښونه کوي چې په سنېټ کې د مجوزه قرارداد په حق کې د ٥١ سېنټرانو نه علاوه د نورو غړو حمایت هم ترلاسه کړي.

د کانگرس په ایوان بالا یا سېنټ کې په مجموعي توگه ١٠٠ چوکۍ دي چې ٥٣ پکې د صدر ټرمپ واکمن ریپبلېکن پارټۍ او ۴٧ پکې د حزب اختلاف ډیموکرېټک گوند غړي دي.

د ریپلېکن پارټۍ سېنټران مایک لي، سېنټر رانډ پال او سېنټره سوزن کولنز او سېنټر ټاډ ینگ د مجوزه قرارداد حمایت کوي.

سېنټر کالنز وویل قرارداد به د هېواد د امنتي ځواکونو د مشر په توگه د صدر په واک اختیار کې کوم بدلون نه کوي بلکې د دې خبرې وضاحت به کوي چې د حکومت د قانون ساز څانگې د اجازت نه بغیر به صدر ټرمپ ایران سره د اوږد مهاله جنگ اعلان نشي کولی.

د مجوزه قرار داد په مسوده کې وېل شوي چې د قرارداد د منظورېدو نه وروسته به صدر ټرمپ پابند وي چې په ٣٠ ورځو کې دننه امنیتي ځواکونه د ایران سره جگړې نه راوباسي او دا چې د قرارداد د متن نه دې دا تاثر وا نه خیستل شي چې گني دا قرارداد امریکا د خپلې دفاع نه ودروي.

د کانگرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندگان تېره هفته دا ډول قرارداد منظور کړی دی خو صدر ټرمپ پابند نه دی چې وه یې مني.

وایټ هاوس د قراردادونو مخالفت کړی دی وايي دا د هېواد د امنیتي ځواکونو او مفادات په تحفظ کې د صدر صلاحیت کمزوری کوي. وایټ هاوس وايي د ایران خلاف د امریکې ورستي گامونه د صدر په اختیاراتو کې دننه وو.

د جنورۍ په دریمه نیټه د ایران د القدس ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني د امریکې په ډرون حمله کې ووژل شو. په بدل کې ایران په عراق کې د امریکې په دوو پوځي مرکزونو مزایلې وورولې.

صدر ټرمپ ویلي جنرل سلېماني د امریکې خلاف د حملې تابیه کړې وه او په هغه یې په ترهگرۍ کې د ککړتیا تور ولگولو. ایراني مامورین دا خبره ردوي.

که چېرې سېنټ د صدر ټرمپ د جنگ د اختیاراتو په اړه قرارداد منظور کړو نو د قانون ترمخه دا به د حتمي منظورۍ دپاره صدر ته وړاندې کولی شي او امکان دی چې هغه به یې ویټو یا رد کړي.

او که چېرې سېنټ غواړي چې د صدر ویټو لمنځه یوسي نو بیا به د سېنټ او د ایوان نمایندگان په دریو کې دوه برخي غړي دا قرارداد منظوروي. خو د دې امکان ډیر کم دی.mm

XS
SM
MD
LG