لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امرېکې په سېنیټ کې د عارضي اخراجاتو په وړاندیز د رایو او منظورۍ امکان دی


د امرېکې د حکومتي گوند ريپبلیکنز او د مخالفه گوند ډیموکریټس ترمنځ د یوې معاهدې له رویه به د فریقینو تر منځ د صدر ټرمپ د دیوال لپاره دپیسو په غوښتنه په یوه لوظنامه رای ورکول کیږي. د دغه معاهدې د ناکامۍ په بدل کې به د حکومت د روانولو لپاره د لنډ مهاله اخراجاتو یو بل هم وړاندی کیږي او امکان دی چې ومنل شي.

د امرېکې په سېنیټ کې سبا له د جنورۍ په 24 م د میکسیکو په پله د یوال لپاره د صدر ټرمپ 5.7 اربه ډالرو په غوښتنه په یو وړاندیز د رایو د ورکولو امکان دی. بلې خواته په یو داسې وړلندیز به هم رای ورکول کیږي چې د اتمه فرورۍ پورې به حکومت ته عارپي پېسې ورکړی شي خو د دیوال لپاره رقم به پکې نه وي دغه وړاندیز حکومت مخالفه ډبموکریکټس کوي.

امريکياي اخبارونه وايي په عارضي توگه د حکومت دتړل کیدلو ورستو وړومبی ځل دی چې په دې موضوع دواړه فريقین چټک شوي دي. ددې وړانديزونو د منظورۍ سره امکان دی چې حکومت پرانستل شي.

دا بلونه د کنټکي نه د اکثریِی گوند سینیټر مچ مکونیل او د نیویارک نه د ډیموکریټک گوند چَک شومر وړاندې کوي.

د امرېکې حکوت د 22 م دسمبر نه په جزوي توگه تړل شوی دی.

خو وس هم د ري پبليکن گوند زیاتره منتخب غړي د صدر ټرمپ ددې غوښتنې ملگرتیا کوي چې د میکسیکو په پله د یوال جوړولو لپاره اول دپېسو منظوري ضروري ده.

که چري سبا له قانون سازان څه پرېکړې ته ونه رسیدل نو د 80000 زره وفاقي حکومتي نوکرانو تنخواگانې به نه ورکول کیږي.

د امرېکې په تاریخ کې وړاندې هم حکومتونه تړل شوي دي خو په وړومبی ځل دا موده د پینځو اونو نه اوړي.

سټیټ اف دي یونین وینا

بلې خواته وایټ هاوس ويلي دي چې په 29 جنورۍ د صدر قام ته د وینا لپاره انتظام کوي. د نمایندگانو په ایوان کې سپېکرې نینسي پلوسي مشوره ورکړې وه تر څو حکومت تړلی شوی وي، صدر دې قام ته د سټیټ اف دي یونین وینا نه کوي.

لازمه ده چې د امرېکې صدر هر کال قام په مهمو موضاتو وینا وکړي او تفصيلي حال وړاندې کړي خو دا نه ده لازم چې دا وینا به په گډ ایوان کی کیږي. نینسي پلوسي ویلي وو چې د حکومت د تړل کیدلو د لاسه د امنيت ستونزه کیدی شي.

د وایټ هاوس لخوا دغه خبره رد شوې ده چې گني د حکومت د تړل کیدلو په وجه د امنيت مسله کیدې شي. وایټ هاوس داسې بندوبست هم نیولی دی چې وینا به په ټي وي د یو بل مقامه وشي. تیر ځل صدر ټرمپ تر اتیاؤ مينټونو پورې تر ټولو اوږده وینا کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG