لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د سېنټ غړي موافق شوي چې د وسلو په اړه قوانین سخت کړي


د کنیکټیکټ ډیموکرات سنېټر کرېس مرفي د 10 ډیموکراټانو او 10 ریپبلیکن غړو لخوا د شوي تړون په اړه وویل: "موږ یو داسې تړون لرو چې د خلکو ژوند به وژغوري."

د امریکې په سېنېټ کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ د واکمن ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ 20 سنیټرانو د دریو مرګوني بریدونو سمدستي وروسته چې ډیر امریکایان یې ویرولي دي، د وسلو د کنټرول قوانینو سختولو، د ښوونځیو امنیت پیاوړي کولو او د رواني روغتیا پاملرنې بودیجې زیاتولو په اړه موافقې ته رسیدلي دي.

د کنیکټیکټ ډیموکرات سنېټر کرېس مرفي د 10 ډیموکراټانو او 10 ریپبلیکن غړو لخوا د شوي تړون په اړه وویل: "موږ یو داسې تړون لرو چې د خلکو ژوند به وژغوري."

هغه زیاته کړه چې که د کانګرس لخوا دغه قانونو تصویب شي، دا به په 30 کلونو کې لومړۍ قانوني توافق وي چې په امریکا کې د وسلو تاوتریخوالي د مخنیوي هڅه کوي.

ښاغلي مرفي زیاته کړه چې که څه هم په دې معامله کې لکه څنګه چې د ولسمشر جو بایډن لخوا غوښتنه شوې، د رېپیډ فایر اسالټ وسلو په پلور باندې بندیز نه دی شامل کوم چې ډیری وختونه په امریکا کې په مرګوني ډله ایزو بریدونو کې کارول شوي، خو دا یو حېرانوونکی قانون یا چوکاټ دی.

د امریکې ولسشمر بایډن په یوه بیان کې وویل چې که څه هم دا چوکاټ هر هغه څه نه لري چې ورته اړتیا ده، خو دا په سم لوري مهم ګامونه ښيي، او دا به په لسیزو کې د کانګرس تصویب لپاره د وسلو د خوندیتوب ترټولو مهم قانون وي."

ښاغلي‌ بایډن زیاته کړه چې "د دوه اړخیزو ډلو ملاتړ په پام کې نیولو سره د دې د ځنډ لپاره هیڅ عذر نشته، او هیڅ دلیل نشته چې ولې باید ژر تر ژره د سېنټ او هاوس له لارې دا قانون منظور شي."

تېره اونۍ د امريکې د استازو اېوان په وروستيو کې په هېواد کې دننه په ډزو د وژنو د پېښو رامنځته کېدو وروسته د وسلو د کنټرول کولو قانوني مسوده منظوره کړې وه.

د دې قانوني مسودې ترمخه سيمي اټومېټک ټوپک يا د وسلې اخستو لپاره به د عمر حد زیاتول وي او د کارتوسو په مېګزين به بندېز وي، او د 15 نه زيات کارتوس پلور ته اجازه نشته.

دغه قانوني مسوده د 204 په مقابله کې په 223 رايو/ ووټونو سره منظوره کړی شوې وه.

په امریکا کې وخت په وخت په لویه کچه د وژنو پېښې مخې ته راغلي خو دا قانوني مسوده په داسې وخت کې وړاندې شوې چې په وروستيو کې د امريکا په ټېکساس رياست په سکول د بريد په يوه پېښه کې 19 ماشومان او دوه استازان يې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG