لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په سور سمندر کې د حوثي یاغیانو بېړۍ تباه کونکي توغندي ویشي دي


امریکې په سور سمندر کې د حوثي یاغیانو بېړۍ تباه کونکي توغندي ویشي دي
امریکې په سور سمندر کې د حوثي یاغیانو بېړۍ تباه کونکي توغندي ویشي دي

د یمن حوثي وسله والو د شورو- چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی په سور سمندر کې د امرېکې یوه جنګي بېړۍ په نښه کړې او پلان یې جوړ کړی ؤ چې بریتانوي پوځي بېړۍ هم په نښه کړي
ددې نه وړاندې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سېنټکام ویلي وو چې میزایل شکن “یو اېس اېس ګرولي” USS Gravely د یمن څخه ویشتل شوي د حوثي یاغیانو توغندی ناکامه کړل، د حوثیانو په شا ایران ولاړ دی.

‏سېنټکام په خپل بیان کې ویلي چې د حوثیانو په برید کې هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

حوثي یاغیانو د نومبر له نیمایي راهیسې په سور سمندرګي کې له 30 څخه زیات توغندي او ډرون بریدونه کړي دي، چې له امله یې د سوداګریزو سامانونو وړلو په لاره کې ستر خنډونه پېدا شوي دي.
د سمندر د لارې بار وړونکو ځیني کمپنیو ځپلې لارې بدلې کړي، د سور سمندر او مدیټیرېنېن سمندر په ځای سوداګر افریقا ته د تګ لرې او ګرانې لارې کاروي.

امریکا او برتانیه په یمن کې د حوثي توغندیو او وسله والو په ځایونو بریدونه کوي.

د پنټاګون مطبوعاتي سیکرټري میجر جنرل پاټ رایډر وویل:
“امریکا د سور سمندر څخه تېرېدونکو نړیوالو کښتیو د ساتنې لپاره او همدارنګه د حوثیانو د دې ډول بریدونو د وړتیا کمولو او ګډوډولو لپاره عملیات وکړل."

اروپايي اتحاد هم د سور سمندرګي د ساتنې لپاره خپل سمندري ماموریت شورو کول غواړي.

د دې رپورټ ځینې مواد د فرانس پریس او رویټرز څخه اخستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG