د امریکي یو جنګي جهاز د صدر جوبایډن په امر هغه پراسرار څیز وویشتلو او او را ويې غورخولوچې د جمعې په ورځ یې د الاسکا ریاست په فضايي حد کې پرواز کولو. یوه هفته وړاندې د چین د څارنې یو بلون یا پوکاڼې هم د امریکې فضايي حدودو ته داخله شوي وه.
صدر بایډن د دغه پراسرار څیز د راغورځولو امر پس له دې وکړو چې دغه نامعلومه څير تجارتي هوابازۍ ته نقصان رسوولی شي.
د الاسکا ریاست فضا ته د نامعلومه څیز د داخلېدو نه یوه هفته مخکې د چین یو بېلون یا پوکاڼۍ هم د امریکې سرحدی حدودو ته داخله شوي وه.
د چین د څارنې دغه بېلون امریکې د ساحل سره نژدې په سمندر کې راوغورځولی شو او دا تشویش او تنقید یې راپارولی و چې چینايي پوکاڼۍ څنګه د امریکې فضايي حد ته د دننه کېدو نه مخکې ولې نه وه تباه کړی شوې.
د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، وویل د الاسکا دپاسه تباه کړی شوی پراسرار څیز د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته د امریکې د پوځ شمالي کمانډ معلوم کړو چې 12000 میټره په اوچت والي په فضا کې موجود و.
پېنټګان او وایټ هاوس وویل د امریکې جنګي جهازونه دغه څیز ته ورغلل چې د ورکوټي موټرهومره و، دا تصدیق وکړی شو چې انسان پکې نه و او بیا یې په مزایل وویشتلو.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي