واشنگټن —
د امریکې په کانگرس کې د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ حکومت د مالي وسائلو د نشتوالي او په ممکنه توگه د دیوالیه کېدو نه محفوظ ساتلو په لړ کې حکومت د پاره د قرض حد تر شپږو هفتو پورې د زیاتولو وړاندیز کړی.
د وائټ هاوس ترجمان د تجویز هرکلی کړی دی.
د زیارت په ورځ صدر براک اوباما چې د واک من ډیموکریټک پارټۍ سره تعلق لری، وائټ هاوس کې د ریپبلیکن پارټۍ مشرانو سره لیده کاته کړې دي خو ملاقات کې برخه اخستونکو مطبوعاتوته د خبرو اترو په هکله تفصیلات نه دي ورکړي.
وائټ هاوس کې د مذاکراتو شورو کیدو وړاندې، د نمائندگانو د ایوان د ریپبلیکن پارټۍ سپیکر جان بینر او نورو ریپبلیکن مشرانو دا تجویز اعلان کړو چې د حکومت د قرض حد به تر شپږ هفتو یعني د نومبر د دویشتمې نیټې پورې وغزوي.
د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ د مشرانو خیال دی چې ددوي د تجوزیر د لارې به حکومت سره د روغ نیتۍ په بنیاد د بجټ په مسلو په پراخه کچه خبرې اترې شورو شي. جان بینر کانگرس کې خپلو خبرو کې وویل د ریپبلیکن پارټۍ لخوا تجویز به حکومت د بیا پرانستلو او د ریپبلیکن پارټۍ د اکثریت هاوس اف ریپریزینټیټیوز یا د نمائندگانو ایوان او د واک من ډیموکریټک پارټۍ د اکثریت ایوان بالا یا سنټ په منځ کې د مذاکراتو عمل هم شورو کړي.
جان بینر وايي "دا د مشرۍ وخت دی دا وخت دی چې خبرې اترې او مکالمه شورو کړی شي او زه امید کوم چې صدر به دې ته د یوې موقعې په نظر ووگوري او زمونږ لخوا به دا د نیک نیتۍ کوشش ووگڼي."
د ریپبلیکن پارټۍ د تجویز په نتیجه کې امریکا د تاریخي دیوالیه کیدو نه بچ کیدی شي. خو په دغه تجوزیر هاوس اف ریپریزینیټیټوز کې ووټ د پاره وړاندې کولو په لړ کې جان بینر د خپلې پارټۍ گڼ شمیر غړو لخوا د مخالفت سره مخ کیدی شي.
او دا هم کتل دي چې په عارضي توگه د قرض حد زیاتولو سره سره د حکومتي نظام جزوي جمود چې د زیارت په ورځ لسمې ورځ ته رسیدلې، به هم ختم شي او که نه؟
د وائټ هاوس ترجمان جی کارني وویل صدر براک اوباما خوشحاله دی چې د ریپبلیکن پارټۍ د ځېني ساړه زهنونو سوچ بری موندی چې د امریکې د حکومت دیوالیه کیدل نه غواړي.
جی کارني وویل صدر براک اوباما غواړي چې د څه شرط بغیر دې د قرض حد د اوږدې مودې پورې زیات کړی شي خو په دې لړ کې د دیوالیه کیدو خطر کمولو د پاره به قرضې میعاد کې عارضي زیاتوالی به هم لاس لیک کړي.
ددغه معاهدې د لاس لیک کیدو پرته هم د وائټ هاوس ترجمان هغه اندیښې په ډاگه کړې چې صدر يي د ریپبلیکن پارټۍ د رويي په هکله لري. هغه زیاته کړه صدر اندیښمن دی چې ریپبلیکن پارټي د دنیا او د امریکا اقتصاد او د منځنۍ طبقۍ امریکایانو ته د زیان په سره خپلې سیاسي غوښتنې تسلیمول غواړي.
جی کارني وايي "د صدر دا خیال دی چې د قرض حد یواځې تر شپږو هفتو پورې زیاتول ښائي ریپبلیکن پارټۍ د زړه نه اوس هم دا خبره نه ده ویستلې چې د حکومت د دیوالیه کیدلو خطر به صدر نه د مراعاتو ترلاسه کولو پاره استعمالوي."
ددې هفتې په شورو کې خپل خبري کانفرنس کې صدر براک اوباما دې خبرې ته اشاره وکړه چې د دیوالیه کیدو د مسلې عارضي حل به هم منظوروي او په پراخه کچه د بجټ د خسارې په موضوع خبرو اترو ته هم هغه تیار دی.
صدر اوباما وايي "مونږ په یوشمیر موضوعاتو خبرې اترې کولی شو او زه دا توقع نه کوم په سل په سله به زما غوښتنې ومنلی شي خو نه یواځې د سپیکر سره بلکه د ریپبلیکن پارټۍ هر غړي سره مذاکراتو دپاره ځما لار خلاصه ده."
صدر براک اوباما ویلي هغه داسې څه مثال نه قائمول غواړي چې پکې د یوې پارټۍ یوه وړه ډله د هیواد اقتصاد د خپلو سخت دریزه غوښتنو یرغمال ونیسي. د براک اوباما اشاره د ریپبلیکن پارټۍ هاغه ډلې ته وه چې د ټې پارټي په نوم یادیږي او پکې شامل غړي د زوړ روایتي سوچ خاوندان گڼلی کیږي.