لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سپریم کورټ حمل د ختمولو په لار کې د ټیکسس ریاست قانون رد کړ


د گل، دوشنبې، په ورځ په واشنگټن کې په خپله خوښه د حمل د ختمولو حمایتیانو د ټیکسس ریاست د قانون خلاف د سپریم کورټ د فیصلې هرکلی وکړو او په دې يي خوشحالي وکړه
د گل، دوشنبې، په ورځ په واشنگټن کې په خپله خوښه د حمل د ختمولو حمایتیانو د ټیکسس ریاست د قانون خلاف د سپریم کورټ د فیصلې هرکلی وکړو او په دې يي خوشحالي وکړه

د امریکې سپریم کورټ د ټیکسس ریاست د ځینې هغه قوانینو د لرې کولو فیصله کړې ده چې ترمخه يي زنانه په اسانه توگه په خپله خوښه خپل حمل نشي ختمولی. په امریکا کې څه هم حمل ختمول غیرقانوني عمل نه دی خو په ځیني ریاستونو کې داسې قوانین موجود دي چې ترمخه زنانه په اسان ډول خپل حمل نشې ختمولی.

د گل، دوشنبې، په ورځ په واشنگټن کې په خپله خوښه د حمل د ختمولو حمایتیانو د ټیکسس ریاست د قانون خلاف د سپریم کورټ د فیصلې هرکلی وکړو او په دې يي خوشحالي وکړه.

په خپله فیصله کې سپریم کورټ په ټیکس ریاست کې د هغه شفاخانو یا کلینیکونو ددې دریځ ډله وکړه چې د ریاست د زاړه پاله سیاستدانان هدف هلته د حمل ختمونکو کلینیکونو بندول دي.

ایمي هیگر ملر د هول ویمنیز هیلت نومې تنظیم کارکونکې ده، وايي د تیرو څو کلونو راهسې د اینټي چویس یا د خوښې د مخالفینو سیاستدانانو سره په جنگ کی ښکیل دي چې د حمل د ختمولو خوښه د زنانه ؤ نه اخیستل غواړي خو دوي ته نه ده معلومه چې د ټیکسس میرمنې څومره مظبوطې دي.

که څه هم د سپریم کورټ فیصله د ایمي هیگر په رنگ د پروچویس یا په خپله خوښه د حمل د ختمولو په حق کې د میرمنو دپاره لویه کامیابي ده خو اوس هم ځېنې داسې ریاستونه شته چې د حمل د ختمولو مخالفت کوي.

نینسي نارت اپ د سینټر فار ریپروډکټیو رایټس نومې تنظیم مشره ده، وايي د سپریم کورټ فیصله په ریاستي اسمبلو کې په دې اړه د قانون سازۍ دپاره حالات په مکمله توگه بدل کړل.

د ټیکسس ریاست گورنر ډین پیټرک د حمل په اړه د ریاست د قوانینو دفاع کړې ده. هغه وايي ددغه ضوابطو هدف د میرمنو د صحت پام لرنه ده.

گورنز ډین پیټرک وايي که چرې دا رنگ قوانین منظوریدل شورو شول نو زنانه به په لارو کوڅو کې د حمل په ختمولو لاس پورې کړي او د سپریم کورټ فیصلې هم ددغه کار منظوري ورکړه.

د سپریم کورټ په اته ججانو کې پنځو د فیصلې په حق او درېو د فیصلې خلاف رائې ورکړه چې د حمل د ختمولو مخالفت کونکو دپاره لویه ضربه ده.

لیزه سټور د سټوډنټس فار لایف ان امریکا تنظیم کارکونکې ده وايي د حمل ختمول دې نه یوازې غیرقانوني بلکه تصور نه دې بهر کار وټاکلی شي.

د حمل د ختمولو او ددې مخالفت په موضوع د امریکایانو راې په مساوي ډول د تقسیم ښکار دي.

پیني نینس د کنسنرډ ویمن فار امریکا غړي ده وايي ټیکسس زنانه ؤ د تحفظ دپاره خپل واک اختیار استعمالولو خو سپریم کورټ د حمل د ختمولو ډله کړې ده خو دوي به د خپل دریځ دپاره کوښښونه جاري ساتي.

ایرن د پورچویس وايي اوس پکار دا ده چې هرڅوک د رنگ، نسل، امدن او ددې پرته چې څوک کوم ځایی اوسیږي د حمل د ختمولو حق ولري.

صدر براک اوباما د سپریم کورټ د فیصلې هرکلی وکړو او وې ویل عدالت ماشومانو د زیږولو په لړ کې میرمنو د ازادۍ په لار کې یو غیرائیني خنډ لرې کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG