لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مارک اېسپر: افغانستان نه د امریکايي عسکرو کمیدل څو ورځو کې پیلیږي

Taliban Talks
Taliban Talks

د امریکا د دفاع سېکتر مارک اېسپر ویلي امریکا به د افغانستان نه د خپلو عسکرو جزوي ويستل پیلوي او په راتلونکې ورځو کې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیره۸۶۰۰ ته راکموي.

مارک اېسپر دغه خبره په داسې وخت کړې چې افغان طالبانو او امریکا په جنګ ځپلي افغانستان کې په راتلونکې کې د تشدد په اړه جلا جلا پیغامونه خپاره کړي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ په پېنټاګان کې یو خبري کانفرنس ته وینا په وخت ښاغلي اېسپر ویلي د امریکا او طالبانو تر منځه شوې تازه لوظنامې لاندې به امریکا په لسو ورځو کې د خپلو عسکرو شمیره کمول پېلوي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي ٫٫ دا لوظنامه د شرطونو سره تړلې ده. مونږ د طالبانو لخوا پورته کړل شوي ګامونو ته د نژدې نه ګوروچې ایا دوي خپلې ژمنې پوره کوي او که نه.٬٬

خو ښکاري داسې چې د امریکايي چارواکو او طالبانو د سولې لوظنامې په اړه پوهه او فکر جدا جدا دی. د امریکا د دفاع سېکتر ویلي چې امریکا تمه لري په افغانستان کې به تشدد دومره کم شي چې ډزبندې ته به ورسي. د وي او ای د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي اېسپر ویل ٫٫ مونږ دا تمه لرو چې په تشدد کې کموالی به هم دغه شان روان وي. دا به لومړی بین الافغاني خبرو ته او بیا مکمل ډزبندۍ ته لار هواره کړي. ٬٬

خو بل خوا بیا د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ګل په ورځ ویلي چې په تشدد کې د کموالي معاهده د ګل په ورځ ٫٫ ختمه شوه٬٬ او د دې نه وروسته به د طالبانو عملیات به اوس د عامه حالاتو په شان وي.

ذبیح الله مجاهد ویلي ٫٫ د امریکا او طالبانو د لوظنامې لاندې زمونږ طالبان به په خارجي عسکرو بریدونه نه کوي، خو د کابل د حکومتي عسکرو پرضد به زمونږ عملیات روان وي. ٬٬

د امریکا د دفاع وزارت د ځینو سترو چارواکو تر مخه د امریکايي پوځ مشر کمانډر جنرال آسټن سکاټ ملر دا اختیار لري چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیره د ۱۳۰۰۰ نه ۸۶۰۰ ته راکمه کړي. او په دغه موده کې بهد نورو ایتلافي هیوادونو نړیوالو عسکرو شمیره هم د ۲۰ نه تر ۳۰ فیصده پورې راکمیږي.

هم د ګل په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي ٫٫ مونږ د افغانستان نه وتونکي یو٬٬ او خپل عسکر به بیرته خپلو کورونو ته راولو.٬٬

صدر ډانلډ ټرمپ وړاندې ویلي ٫٫ مونږ د تیرو ۲۰ کالو نه په افغانستان کې یو، دا یوه اوږده موده ده. مونږ د ترهګرو د ختمولو یو ستر کار ترسره کړی. دا اوس د نورو هیوادونو کار دی چې دغه ترهګر د منځه یوسي.٬٬

په پینټاګان کې د خبرو اترو په وخت د امریکا د دفاع سېکتر مارک اېسپر په دې خبره ټینګار کړی چې امریکا به په افغانستان کې د داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو پرضد عملیات جاري ساتي.

د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د ویستلو خبره په داسې وخت شوې چې د ګل په ورځ د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د تشدد یو شمیر پېښې رپورټ شوي دي. تمه ده بین الافغاني خبرې اترې د روانې میاشتې په لسمه نېټه پېل شی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG