لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو رپورټ د روس غلطو معلوماتو سکیم په ډاګه کړی


امریکا تیره ورځ په یو رپورټ کې د روس لخوا د غلطو معلوماتو رامنځ ته کولو هغه لارې په ډاګه کړي چې پکې د روس لخوا ٫٫ رسمي، پراکسي او د نامعلومه مواصلاتي چېنلو او نورې لارې٬٬ کارول شوي.

د امریکا د خارجه چارو وزارت د ګلوبل اېنګېجمنټ سنټر لخوا په دغه رپورټ کې که څه هم په امریکايي انتخاباتو کې د روس د لاسوهنې نیغ په نیغه خبره نه ده شوې، خو پکې د روس لخوا د غلطو/ ناسمو معلوماتو لنکونه معلوم شوي.

په یادو لنکونو کې د روس حکومتي مواصلاتو یا رابطو، د حکومت لخوا خوریدونکي پېغامونو، د پراکسي سرچینو زیاتولو، د ټولنیزو رسنیو د وسلو په توګه کارولو او د انټرنېټ په لار خپریدونکي غلط معلومات ورکول شامل دي.‌

د امریکا د خارجه وزارت دغه ځانګړي کمېشن سلاحکارې او کوارډنېټرې لیا ګېبریل په یو ټېلیفوني بریفنګ کې ویلي ٫٫ بیجنګ هم د روس د دغه معلوماتو نه یوه پاڼه اخستې او د جمهوري ادارو او اقدارو پرضد یې دغه پراکسي چینلونه کارولې او ناسم معلومات یې تبلیغ کړي.٬٬ میرمن ګېبریل زیاته کړې: ٫٫ د چین او روس دواړو د غلطو او ناسمو معلوماتو خطر حقیقي او خطرناک دی.٬٬

د امریکا خارجه وزارت لخوا دغه رپورټ په یو داسې وخت کې خپور شوی چې امریکا د هغه تن یا ادارو د معلوماتو ورکولو په سر د ۱۰ میلینه ډالرو د انعام ورکولو اعلان کړی څوک چې د کوم یو بهرني حکومت سره په امریکايي انتخاباتو کې د غیرقانوني مداخلت لپاره په انټرنېټ فعالیتونه کوي.

مېرمن ګېبریل وي‌ او ای ته ویلي ٫٫ امریکايي حکومت به په انتخاباتو کې هیڅ قسمه مداخلت نه زغمي.٬٬ جي اي سي په ټوله نړۍ کې د هغه ټولو شریکانو سره کار کوي څوک چې په انتخاباتو کې د مداخلت او د دغې په طریقو معلومولو کار کوي، چې د روس او نورو لخوا کارول کیږي.٬٬

د جي اي سي په دغه رپورټ کې د روسي حکومت په وینا د ووه ناسمو معلوماتو پراکسي ساېټونو او ادارو معلومات هم ورکړل شوي چې پکې سټریټېجک کلچر فاونډېشن ویب پاڼه او کېټون تهنګ ټېنک هم شامل دي.

په دغه پراکسي‌ وېب پاڼو کې د کرونا وبا خوریدو وروسته په امریکا نېوکې او د روس ستاېنه شوې. په رپورټ کې ویل شوي د روس عام حدف د ٫٫جمهوري‌ ادارو ارزښت د پوښتنو لاندې راوستل٬٬ او ٫٫ د امریکا او د ملګرو هیوادونو باور او اړېکې کمزورې کول٬٬ دي.

خو د امریکا خارجه وزارت تر مخه د ناسمو معلوماتو پرضد کارکونکې ادارې چې د حکومتونو، مدني ټولنو، مطبوعاتو، تعلیمي ادارو، غیرسرکاري ادارو او د عامو خلکو لخوا دغه معلومات شاته غورځول شوي.

د رپورټ‌ تر مخه لوړ پوړي روسي چارواکي او روس پلوه میډیا هڅه کوي چې د کرونا وبا په ترڅ کې د ناسمو نظریاتو په مرسته ویره او ګډوډی خپروي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG