لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې د افغان امنيتي ځواکونو لپاره سږکال درې بلينه ډالره ټاکلي


د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د افغان صدر اشرف غني او د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره د ملاقات په موقع صدر بایډن خبریالانو ته وویل امریکا به د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي
د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د افغان صدر اشرف غني او د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره د ملاقات په موقع صدر بایډن خبریالانو ته وویل امریکا به د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي

د افغانستان پوځ، هوايي ځواک او افغان پولیس د مالي مرستې دپاره د امریکې کانګرس د کال ۲۰۲۱ دپاره درې بېلین ډالر مالي امداد ټاکلی دی.

د وایټ هاوس د معلوماتو ترمخه افغان امنیتي ځواکونو سره په اینده کال کې د مالي مرستې دپاره صدر جوبایډن د درې اشاریه درې بېلین ډالرو غوښتنه کړې ده.

افغانستان سره د مالي مرستې په اړه دغه معلومات وایټ هاوس په داسې حال کې وړاندې کړي چې صدربایډن ویلي امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستنېږي خو امریکا به د افغانستان سره پوځي، اقتصادي او سیاسي مرستې دوامداره ساتي.

د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د افغان صدر اشرف غني او د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره د ملاقات په موقع صدر بایډن خبریالانو ته وویل امریکا به د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.

صدر بایډن وویل امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستنېږي خو "زمونږملاتړ نه ختمېږي" او واشنګټن به د افغان امنیتي ځواکونو او افغانستان سره د اقتصاد او سیاست په مېدان کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

صدر بایډن وویل "د خپل اینده فېصله به افغانان خپله کوي، چې دوی څه غواړي؟"

صدر بایډن په افغانستان کې د تشدد د خاتمې غوښتنه هم وکړه او افغان صدر ته یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړو.

صدر بایډن افغان صدر اشرف غني او عبدالله عبدالله په مخاطب کولو وویل دواړه ډیر مشکل کار کوي او په افغانستان کې د یوالي دپاره هلې ځلې کوي.

په خپل نوبت خبرو کې افغان صدر لومړی د هغو ۲۴۴۸ امریکايي عسکرو ته پیرزونې وړاندې کړې چې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي.

افغان صدر د هغو امریکايي عسکرو ستاینه هم وکړه چې د هغه په قول په عزت او افتخار یې نه یوازې د امریکې د تحفظ او ازادۍ بلکې د افغانستان د تحفظ او ازادۍ دپاره خدمات ترسره کړي دي.

صدر اشرف غني وویل امریکې په افغانستان کې د وینې او د پېسو قربانۍ ورکړي دي او د یو مشکور قوم په هیڅ یې هغه شکریه ادا کوي.

صدر اشرف صدر وویل افغانستان نه د امریکايي عسکرو د ستنولو د صدر بایډن د فېصلې احترام او ملاتړ کوي.

اشرف غني وویل "مونږ د امریکې سره خپل تعلق کې نوي باب ته داخلېږوو چېرته چې به د امریکې سره همکاري د شریکو مفاداتو په لړ کې جامع وي."

افغان صدر په هېواد کې یوالي ژمنه وکړه او ویې وېل د قربانۍ او د اتحاد په جذبه به د ملک دفاع کوي. هغه زیاته کړه چې هم د جمعې په ورځ افغان امنیتي ځواکونو د ملک په شمال او جنوب کې شپږ ولسوالۍ بېرته ونیولې چې ښايي امنیتي ځواکونه د افغانستان دفاع ته ژمن دي.

اشرف غنی افغان حکومت به د یوالي، عزم او د ملاتړ دلارې د موجوده وخت په مشکلاتو قابو ومومي.

د افغانستان نه د خارجي عسکرو وتلو کار په رسمي توګه د می میاشتې په لومړۍ نېټه پېل شوی چې وروسته د دغې په افغانستان کې د افغان امنیتي عسکرو او طالبانو تر منځ جګړو زور نیولی چې ورسره د امریکا په مشرۍ کې روانې د افغان حکومتي پلاوي او طالبانو تر منځه د وړاندې نه په مزه روانو خبرو اترو ته نور زیان رسېدلی.‌

وسله والو طالبانو په نژدیو وروځو کې په افغانستان کې د ګڼو ولسوالیو د نیولو دعوې کړي او افغان حکومت او طالبانو بیا یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې هم کړي. په دغه تازه جګړو کې عام افغانان هم هغه شان د هیواد اوږدې جګړې دروند بار په سر وړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG