لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زیاتره امریکایان وايي 9/11 حملې یې تراوسه پورې په ژوند اثر کوي


صدر جوبایډن د جون په میاشت کې په نیویارک کې د 9/11 حملو د یادګار دوره وکړه
صدر جوبایډن د جون په میاشت کې په نیویارک کې د 9/11 حملو د یادګار دوره وکړه

په داسې حال کې چې په امریکا د القاعده وسله والې ډلې د 9/11حملو 20 کاله پوره کېږي زیاتره امریکایان وايي دغه حملې یې تر اوسه پورې په ژوند اثر کوي.

د ګېلپ نومې ادارې په سروی کې 26 فیصد امریکایان وايي په جهاز کې یې سفر ته زړه نه کېږي، ۲۷ فیصد امریکایان وايي دنګو یا لوړو ودانیو ته ختلو کې ویرېږي او هم دغه شان 36 فیصد امریکایان د ملک نه بهر په سفر کې او 37 فیصد امریکایان په ګڼه ګوڼه کې ویره محسوسوي.

د سروی ترمخه د 9/11 حملو نه سمدستي وروسته دغه شمېرې باالترتیب 43، 35, 48 او 30 فیصد وې.

د سروی ترمخه د کم امدن د پنځوس کلونو نه د زیات عمر هغه امریکایان چې په تعلیمي لحاظ د کالج ډګري نه لري په دغه ډول هلوې ځلو کې شرکت نه ډډه کوي.

د ګېلپ سروی چې په کابل کې د 26 اګست د حملې نه مخکې شوي وه او پکې 13 امریکايي عسکر وژل شوي دي، پکې زیاتره برخه اخېستونکو وویل ګمان نه کوي چې امریکا د ترهګرۍ خلاف جنګ کې بریا ترلاسه کوي.

په موجوده وخت کې یوازې 28 فیصد امریکایان ګڼي چې امریکا د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټي. لس کاله وړاندې 42 فیصد امریکایانو ګڼل چې امریکا دغه جنګ ګټي.

ګېلپ وویل د ترهګرۍ په ضد د جګړې په اړه دغه نظر د هر سیاسي سوچ امریکایانو لرلو. د سروی بله موندنه دا وه چې امریکایانو په خپل حکومت اعتماد کم شوی چې د خپلو شهریانو تحفظ به وکړی شي.

د سروی ترمخه 36 فیصد امریکایان ګڼي چې دوی به د ترهګر حملې په خپله ښکار شي. د 9/11 حملو سمدستي وروسته دغه شمیره 51 فیصد وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG