لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ډانلډ ټرمپ د شام نه د امریکايي عسکرو وېستلو په خپله خبره ولاړ دی


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د خپلو هغه ویناو نه نه دي وروستو شوی چې وايي وخت راغلی امریکا د شام نه خپل پوځ راوباسي، که څه هم د امریکې ایتلافیان د نوموړي نه په خپله دغه خبره د بیا غورکولو غوښتنه کوي.

نوموړي ویلي وو شام کې د دوي مشن د داعش نه ځان خلاصول وو.

صدر ډانلډ ټرمپ د نهې په ورځ د بالټک سیمې هیوادونو سره په واشنګټن ډي سي کې د لیدو وروستو خبریالانو ته ویلي ٫٫ دوي به د خپلو ایتلافي هیوادونواو ملګرو په مشوره د شام نه خپل ځواکونو راویستو په اړه ډیره زر فیصله وکړي.٬٬ نوموړي ویلي امریکايي پوځیان بیرته خپل ملک ته راوستل غواړي.

که څه هم صدر دا لار خلاصه پریښودې چې شام کې امریکايي ځواکونه د لږ زیات وخت پورې پاتې کیدی شي خو د داعش تندره ډلې پرضد جنګ نه ټول امریکايي پوځیان راویستو باندې د کردانو او عراق په شمول د امریکې ایتلافیان خوشحاله نه دي.

امریکې لپاره د کردستان سیمه اییز حکومت غړي بیان سمیع عبدالرحمان د امریکې څیړنېزې ادارې یو اېس ايي پي کې د نهې په ورځ د خبرو په وخت ویلي د شام نه په سمدستې توګه د پوځ راویستل به سیمې ته یو خطرناک پېغام ورکړي.

د شام نه د امریکايي ځواکونو د راویستلو رپورټونو وروستو سمیع عبدالرحمان خبریالانو ته وویلي ٫٫ دغه خبرونه د دوي او د شام اولس لپاره د خطرې غږونه دي٬٬ ښاغلی عبدالرحمان زیاتوي کرد چارواکو امریکايي ایتلافیانو ته خپلې اندیښنې ښکاره کړي.

په دغه غونډه کې د امریکا لپاره د عراق سفیر فرید یاسین هم دغه شان فکرمندۍ څرګندې کړي. نوموړي ویلي دوي د شام له اړخه اوس هم اغیزمند کیږي او دا چې تر دې ورځې پورې یاغیان د پولي بل اړخ نه عراق ته را اوړي.

عراقي سفیر وویلي په ځای د دې چې امریکا د شام نه خپل پوځیان راوباسي، عراق د امریکې حکومت نه غواړي چې په دغه ټوله سیمه کې خپل فعالیتونه نور سېوا کړي او شخصي کمپنو ته حوصله ورکړي چې په عراق کې زیاته سرمایه کاري وکړي.

د شام په اړه د صدر ډانلډ ټرمپ د اعلان باوجود نور امریکايي چارواکي په دغه مسله د احتیاط نه کار اخلي.

په څیړنېزې ادارې یو اېس ايي پي کې هم په دغه موقع دداعش خلاف نړیوال ایتلاف لپاره د صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړي استاذي برېټ مکګورک وویلي دوي شام ته د داعش پرضد جنګ لپاره تللي وو او زیاته کړې يې ده دغه د دوي مشن دی او مشن يې لا سر ته نه دی رسیدلی.

نوموړي وویلي شام کې د امریکې موجودګې ډیره موثره او قوي ده او دا چې خپل مشن به سر ته رسوي.

منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو مشر کمانډر هم ویلي د امریکې او ایتلافي ملکونو پوځیان به د څه وخت پورې په شام کې موجود وي.

د امریکې مرکزي کمان مشر جنرل جوزف ووټل ویلي اوس هم داسې سیمې شته چرته چې داعش موجود دی او دا چې د دوي پرضد به خپل عملیات دوام دار ساتي.

جنرل ووټل داسې اشارې هم ورکړي چې داعش ته په مکمله توګه ماتې ورکولو وروستو به هم امریکا په شام او عراق کې خپله پوځي موجودګي پرځای ساتي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د نهې په ورځ ویلي وو امریکې په تیرو ۱۷ کلونو کې په منځني ختیځ کې اووه کهرب ډالره لګولي او دا چې واشنګټن ته ددې نه هیڅ هم نه دي ترلاسه شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG