لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: طالبان وايي که قیدیان یې نه ازادیږي نو په بین الافغاني خبرو کې به شرکت نه کوي


افغان صدر اشرف غني
افغان صدر اشرف غني

که افغان حکومت طالب قیدیان نه ازادوي نو طالبان به په بین الافغاني مذاکراتو کې شرکت نه کوي. دا خبره د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد رویټرز خبري ادارې ته کړې ده.

طالبان وايي د امریکې سره د سولې په معاهده کې دا خبره شامله ده چې افغان حکومت به د ٥٠٠٠ په شمېره کې طالب قیدیان خو‍شي کوي.

خو افغان صدر اشرف غني د اتوار، یکشنبې، په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل د طالب قیدیانو د ازادولو هېڅ ژمنه نه لري او دا خبره یې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد ته وار په وار کړې ده. افغان صدر زیاته کړه چې امریکا البته په دې لړ کې اسانتیا برابرولی شي.

طالب ترجمان ذبیح الله مجاهده رویټرز خبري ادارې ته وویل که چېرې طالب قیدیان ازاد نه شي نو بین الافغاني خبرې به نه کېږي.

امریکا او طالبانو تېره هفته د قطر سرښار دوحه کې په افغانستان کې ١٩ کلنه جگړه ختمولو دپاره د امن لوظنامه لاس لیک ړه. زلمي خلیلزاد د امریکې او په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د طالبانو په نمایندگۍ په یوه دستوره کې د سولې معاهده لاس لیک کړه.

د لوظنامې ترمخه به طالبان په بین الافغاني خبرو کې شرکت کوي چې پکې په به د افغان حکومت استازي هم شامل وي. امید دی چې دغه بین الافغاني خبرې اترې په راروانو ۱۰ ورځو کې شروع کړی شي.

په دوحه کې د سولې لوظنامې لاس لیک کیدو په وخت د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو ویلي"د دې لوظنامې به هیڅ معنا نه وي او دا نني ښه احساسات به پاتې نه شي، که چرې مونږ ریشتوني ګامونه پورته نه کړل او خپلې هغه ژمنې مو پوره نه کړې کومې چې مونږ کړي".

د پينځه زره طالبانو د خوشي کولو په اړه اشرف غني زیاته کړه "دا مسله د خبرو ايجنډا کېدی شي خو مخکې شرط نه شي کېدی".

رویټرز وویل ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې په تشدد کې کمي هفته سر ته رسېدلې ده او د طالبانو عام عملیات بیا شروع کېدلی شي.

امریکې سره د لوظنامې لاس کولو نه وړاندې طالبانو د یوې هفتې دپاره په تشدد یا جنگ کې د کمي اعلان کړی و. دغه هفته د فېبرورۍ په ٢٩ نېټه سر ته رسېدلې ده.

خو ذبیح الله مجاهد رویټرز ته وویل د "ولس د خوشحالۍ" په خاطر په تشدد کې د کمي پابندي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG