د افغانستان حکومت ویلي د امریکې او طالبانو په روانو مذاکراتو کې دې دواړه فریقین په افغانستان کې په دوامداره ډزبندۍ موافقه ترلاسه کړي.
د افغانستان د سولې وزارت ترجمانې ناجیه انوري وویل افغانان امید کوي چې د امریکې او طالبانو د مذاکراتو یوه موافق نامه به په افغانستان کې دوامداره ډزبندي هم وي او بیا به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې هم زر تر زره پېل شي.
افغان حکومت دغه دریځ په داسې حال کې څرگند کړی چې په افغانستان کې د سولې په اړه د امریکې او طالبانو نهمه ناسته د تېرې پنجشنې یا د زیارت د ورځ څخه پېل شوي او راپورونه وايي دواړه خواوې د سولې هوکړه لیک ته نژدې شوي.
د راپورونو له مخې د مذاکراتودواړه خواوې اوس په دې کار کوي چې د دې توافق نامې متن پښتو،درې او انګرېزۍ ژبې سره پرتله کړې چې نمګړتیاوې له يې منځه یوسي.
ټاکل شوې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزا د چهارشنبې، شورو په ورځ کابل ته ورسي او د افغان حکومت سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک متن او جزیات د ملي یوالي له حکومت سره شریک کړي.
تراوسه امریکا او طالبانو دسولې هوکړې لیک وروستی مرحلې ته د رسیدو په اړه څه نه دي ویلي خو د همدې ۹ پړاو مذاکراتو د دوام پرمهال دواړو خواو په دې دور کې د سولې توافقه نامې د نهايي کېدو خبره کړې وه.
تراوسه د دې هوکړه لیک د لاس لیک کېدو نیټه نه ده ټاکل شوې خو وروسته له هغې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاس لیک شي ورپسې به بین الافغاني افغاني خبرو اترو ته زمینه برابریږي.
افغان چاراکو ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاس لیک کیدو وروسته به د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ مذاکرات پېلیږي.
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت هم ویلي له طالبانو سره د سولې مذاکراتو په وړاندې بوتلودپاره ۱۵ کسیزه پلاوی ټاکلی او دسولې د خبرو د پېل لپاره چمتوالی لري.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات نزدې د کال راهسې دوام لري او د راپورونو له مخې ښايي چې د ستمبر د مياشتې نه مخکې د افغانستان کشالې ته د حل سیاسي لار ولټول شي.