لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مارک اېسپر: د طالبانو سره اوربند ښه خو د خطرو خالي نه دی


د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر ویلی د امریکې او د طالبانو ترمنځه اوربند ډیر ښه دې خو دغه اووه ورځنی اوربند د خطرو خالي نه دی.

مارک اېسپر په میونخ کې د امنیتي غونډې په مهال ویلي: ٫٫ مونږ سره په میز په تشدد کې د کمي وړاندیز پروت دی. دا زمونږ د استاذي او د طالبانو ترمنځه سلاح شوی. دا ډیر ښه ښکاري. مونږ د څو ورځو راهسې د کانگرس او دا محال په برسلز کې د نیټو اېتلافیانو سره په دې مشورې کوو.٬٬

د امریکا او طالبانو تر منځه د اووه ورځو د لوظنامې په رسمي ډول د اعلان وړاندې ایسپر ویلي، وخت راغلی چې افغانستان کې د سولې لپاره سیاسي جوړجاړي ته موقع ورکړل شي.

٫٫ زما په گډون په عمومي توگه ټول په دې سلاح دي چې مونږ له سولې ته یوه موقع ورکول پکار دي. یواځنی نه خو تر ټولو غوره لاره افغانستان کې د سیاسي لوظنامې ده. خو د دغې سره لږه ډیره خطره به هم په سر اخستل وي او خپلو استاذو سره مرستې کول هم. ٬٬

ای پي خبري ادارې ویلي دي چې ایسپراو خارجه وزیر مایک پمپیو د افغان ولسمشر اشرف غني سره د یوې گهنټې پورې خبرې کړي دي خو غني د تگلارې په اړه اندیښمند وو. که چرې دا کامیابه شوله نو تر اووه ورځو پورې به بریدونه بند شي او بیا به د امریکې او د طالبانو ترمنځه د سولې لوظنامه لاسلیک شي.

خبري ادارې د سرچینو لا خوا ویلي کیدلی شي په تشدد کې د کمۍ اعلان د ګل یا دوشنبې د ورځې نه عملي شي.

مارک اېسپر ویلي افغان ولسمشر اشرف غني د هرڅه نه خبر ساتل شوی او غواړي چې د سولې د عمل مشري وکړي. خو اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې لیکلي په افغانستان کې سیاسي مشران غواړي د طالبانو سره بین الافغاني خبرو اترو لپاره یوه باشموله ډله جوړه شي.

خبري اداره د سرچینو له خوا لیکي چې تر اووه ورځو په تشدد کې کمی به په ټول افغانستان کې عملي وي. او دا چې د طالبانو سرچینو ویلي دي چې طالبانو ژمنه کړې، دوي به د سړک د غاړې بمي بریدونه، ځانمرگي او د راکټ حملې نه کوي. خبري اداره وړاندې لیکلي چې ټاکل شوی ده چې د فرورۍ د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه به امریکا او طالبانو لوظنامه لاسلیک شي او د مارچ په لسمه نیټه به بین لافغاني مزاکرات پیل شي. د بین الافغاني خبرو اترو لپاره جرمني او ناروی د خپلو ملکونو وړاندیز کړی خو تر دې دمه دا پریکړه نه ده شوی.

ټایمز رسالی د ځینو سرچینو د خوا لیکلي، د طالبانو سره د امریکا په لوظنامه کې ځینې پټې خبرې هم ساتلی شوي. لکه د ترهگرې د مخنیوي لپاره د امریکايي ځواکونو په افغانستان کې شتون. طالبان به د ترهگرۍ او د پرتشدده تندورۍ غندنه کوي، د بین لافغاني خبرو په وخت د امریکا او د طالبانو لخوا د ژمنو څارنه به کیږي او اخیرۍ دا چې د طالبانو د واک لاندې سیمو کې به د امریکا استخباراتي اداره سي ايي ای کار کوي. خو مجله زیاتوي چې طالبان د ټولو امریکايي ځواکونو د افغانستان نه وتل غواړي او د پټو شقونو خبره گنگوسې بلي.

د افغانستان مشرانو د سولی د وړاندیز هرکلی کړی. د سکایپ د لارې د خبرو په وخت د افغانستان لپاره د یورپي اتحاد ځانگړي استاذي رولینډ کوبیا د بشري حقونو د کلکې څارنې غوښتنه کړې ده.

٫٫ زما په خیال راتلونکي وختونو کې د ښځو، لږکیو، ځوان کول او د رسنیو د ازادۍ غوندې خبرو د تحفظ څه صورتحال رامخې ته کیږي په دې به مونږ ته ډیر محتاط وسیدل وي.٬٬

د افغانستان د چارو کار پوه او د نیو امیریکن تهنک ټینک څیړونکی پیټر برگن واېي افغانستان کې د ادارو د دوامداره پاتې کیدلو او د بشري پرمختگ لپاره به امریکا ته په افغانستان کې پاتې کیدل وي.

٫٫ زما په خیال مونږ ته دا معلومه ده که چرې امریکاد افغانستان نه په مکمله توگه وځي نو دا ادارې یا بنسټونه به خپل ځاې وباېلي. دوي به د سخت فشار سره مخامخ وي. ځه تمه لرم چې امریکا به نه وځي.٬٬

د افغانستان ولسمشر او نورو چارواکو لخوا د ډاډ باوجود افغان میرمنې او پیغلې د طالبانو سره د سولی کیدلو په صورت کې د خپلو حقونو په اړه ډیرې فکرمنده دي.

د ناروۍ لپاره د افغانستان پخوانۍ سفیری شکریه بارکزئ ویلي دي چې ښځو ته به د خپلو حقونو لپاره راوړندې کیدل وي او خپل اواز او غوښتنې به چارواکو ته رسوي.

٫٫ زه د افغان ښځو غوښتنه کوم چې دوی دې نه مایوسه کیږي او دا سوچ دې نه کوي چې د سیاسي لوبې ممکنه ښکار به دوي وي. ځکه چې مونږ ښځې د وسنی ټولنې یو حقیقي برخه یو او هره سیاسي ډله چې د افغان حکومت برخه جوړیږي دوي ته به په افغان ټولنه کې زمونږ وجود او زمونږ د حقونو احترام غاړه ایښودل وي. مونږ به خپلې هلې ځلې جاري ساتو او غلې کیږو به نه. ٬٬

په داسې حال چې لوظنامه د افغانانو لپاره د بې باوری یا غیریقني صورتحال سبب ده، خو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ چې خپله ېې د انتخابي کمپین په وخت د امریکې د دې اوږد جنگ د ختمولو ژمنې کړې وې، د هغه لپاره یوه غټه سیاسي گټه کیدلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG