لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطري خارجه وزیر: د امریکې او د طالبانو خبرې به کامیابې شي


زلمي خلیلزاد تېره هفته په ټوېټر ویلي وو د طالبانو سره خبرې په مثبت ډگر روانې دي
زلمي خلیلزاد تېره هفته په ټوېټر ویلي وو د طالبانو سره خبرې په مثبت ډگر روانې دي

د قطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني خوشبیني څرگنده کړې ده چې په دوحه کې د امریکې او د افغان طالبانو د سولې مذاکرات به په کامیابۍ تمام شي.

د قطر په سفر د روس خارجه وزیر سرگی لاو رو سره په دوحه کې د گل، دوشنبې، په ورځ مشترکه خبري غونډې ته په خبرو کې قطري خارجه وزیر وویل په افغانستان کې د امن په غرض به یې هېواد په سلامشوره او رابطه کارۍ کې خپل کردار ته دوام ورکوي.

شیخ محمد بن عبدالرحمان وویل قطر په افغانستان د امن په اړه د منځگړیتوب کردار ادا کوي او وې یې وېل "مونږ امید کوو مونږ به زر کامیابې پایلې ولروو."

د وي او ای د انگریزۍ څانگې خبریال ایازگل په خپل رپورټ کې وايي دا لومړی ځل دی چې د قطر کوم لوړ رتبه چارواکي د امریکې او د طالبانو ترمنځ د تېر کال راهسې په قطر کې د پېل شویو خبرو په اړه څه ویلي دي. طالبانو خپل سیاسي دفتر هم په قطر کې پرانېستلی دی.

امریکايي او طالب استازو د خبرو ورستۍ ناسته تېره هفته وکړه. فریقېنو ویلي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو او په دي ضمانت پرمختگ شوي چې طالب به هیڅ چاته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا خلاف د ترهگرۍ دپاره استعمال شي.

قطري خارجه وزیر وویل د هر هغه چا ستاینه کوي چې په افغانستان کې د امن او سولې دپاره کوښښونو ځکه چې دا د هرچا په گټه ده.

سرگی لاو رو هم وویل روس به هم په افغانستان د امن دپاره خپل کردار ادا کوي. هغه وویل روس د امریکې او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو نه ځان خبروي. هغه زیاته کړه چې امریکا او روس په افغانستان کې د امن په بهیر د یو بل سره په رابطه کې دي.

تېره هفته طالبانو وویل چې د امریکې سره په مذاکراتو کې په مستقل ډول پرمختگ دوام لري. طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل په مذاکراتو کې په انتهايي حساسو موضوعاتو خبرې کېږي نو ځکه قدم په قدم پرختگ ته پام کولی شي.

د طالبانو سره په مذاکراتو کې د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد کوي. ښاغلي خلیلزاد په وار وار ویلي حتمي لوظنامې ته د رسیدو وړاندې غواړي چې طالبان ډز بندي وکړي او د افغان حکومت سره مخ په مخ خبرې وکړي.

خو طالبان وايي ترڅو د افغانستان څخه یې د خارجي ځواکونو په وتلو معاهده نه وي ترلاسه کړي، د افغان حکومت سره به خبر وه نکړي.

زلمي خلیلزاد تېره هفته په ټوېټر ویلي وو د طالبانو سره خبرې په مثبت ډگر روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG