لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سره نور مذاکرات کړي

قطر ته بیا د تگ نه وړاندې زلمی خلیلزاد په کابل کې و او د صدر اشرف غني او نورو افغان چارواکو یې طالبانو سره د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي
قطر ته بیا د تگ نه وړاندې زلمی خلیلزاد په کابل کې و او د صدر اشرف غني او نورو افغان چارواکو یې طالبانو سره د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ په قطر کې د طالبانو سره د مذاکراتو ورستۍ ناسته وکړه چې طالبانو مثبته بللي.

دا په داسې مهال چې افغان صدر اشرف غني په افغانستان کې د سولې په بهیر د صدر ډانلډ ټرمپ سره د خبرو په غرض د امریکې سفر وځنډولو.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین په ټوېټر وویل چې د جمعې په ورځ خبرو کې د طالبانو مشر مرکچي ملا برادر اخند، زلمی خلیلزاد، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ مېلر او د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني ناست وو.

طالب ترجمان وویل خبرې مثبت وې.

په قطر کې د طالبانو او د امریکايي استازو د خبرو تازه ناسته په داسې حالې کې وشوه چې افغان صدر اشرف غني امریکې ته تلونکی و خو اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د جمعې په ورځ په خپل رپورټ کې وویل اشرف غني دغه سفر ځنډولی دی.

ای پي وویل د اشرف غني د سفر د ځنډېدلو علت په سمدستي ډول نه دی معلوم.

طالبانو د افغان حکومت سره د مذاکراتو نه ډډه کړې ده.

قطر ته بیا د تگ نه وړاندې زلمی خلیلزاد په کابل کې و او د صدر اشرف غني او نورو افغان چارواکو یې طالبانو سره د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي. د گل، دوشنبې، په ورځ ښاغلي خلیلزاد وویل طالبانو سره لوظنامې ته لومړنی شکل ورکړی شوی دی او که چېرې صدر ټرمپ یې منظور ورکړي نو د افغانستان څخه به امریکايي انخلا پېل شي.

د صدر اشرف غني حکومت د طالبانو سره د ممکنه لوظنامې په اړه تشویش څرگند کړی دی. افغان حکومت او د امریکې ځینو پخواني سفارتکارانو ویلي که چېرې امریکايي ځواکونه په بېړنۍ توگه د افغانستان څخه وځي نو په هیواد کې بیا د خانه جنگۍ خطر رامنځتهه کیدلی شي.

د افغان صدر مشیر وحید عمر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل افغانان یو وارې مار خوړلې، چې اشاره یې د تېرو بین الفغاني معاهدو ته وه.

زلمي خلیلزاد ویلي که چېرې د طالبانو سره معاهدې ته حتمي شکل ورکړی شو نو ترمخه به یې په ١٣٥ ورځو کې ٥٠٠٠ امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د پنځو مرکزونو څخه وتل پېل کړي.

خو طالبان ټېنگار کوي چې ټول امریکايي او نېټو ځواکونه به د افغانستان نه وځي.

د معاهدې په بدل کې امریکا د طالبانو نه دا ضمانت غواړي چې دا خبره به یقیني کوي چې د تندلارې ډلې به د افغانستان خاوره د امریکې او نورو هیوادونو خلاف د ترهگرۍ په خاطر نه استعمالوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG