په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې ۱۹کلنه جګړې وروسته نن د قطر په دوحه ښار کې د امریکا او طالبانو تر منځه د افغانستان سولې په اړه لوظنامه لاس لیک شوه چې تر مخه به په افغانستان کې روانه جګړه ختمه او په افغانستان کې پرځاې زرګونو امریکايي عسکر بیرته امریکا ته راستنیږي.
په دوحه کې دغه تاریخي لوظنامه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یوې لنډې دستورې وروسته لاس لیک کړې. په دغه دستوره کې د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو او د یو شمیر هیوادونو خارجه وزیران هم ناست وو.
د لوظنامې لاس لیک کیدو وروسته سپېنې ماڼۍ یا واېټ هاوس په یو بیان کې ویلي د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ خپله هغه ژمنه پوره کړه چې په بهرنۍ جګړو کې بوخت امریکايي عسکر به خپلو کورونو ته راستنوي او په افغانستان کې به سولې لپاره کار کوي.
د سولې لوظنامې لاندې به واشنګټن او ایتلافیان په راروانو ۱۴ میاشتو کې د افغانستان د پینځو پوځي مرکزونو نه د خپلو عسکرو ویستل پیلوي او ددغې په بدل کې دا ضمانت ورکړل شوی چې د افغانستان خاوره به د خارجي ترهګرو ډلو پناه ځاې نه جوړیږي.
د لوظنامې تر مخه په لومړیو ۱۳۵ ورځو (څلورنیمو میاشتو) کې به په افغانستان کې پرځاې ۱۳۰۰۰ امریکايي عسکرو شمیره ۸۶۰۰ ته راکموي.
د امریکا او طالبانو تر منځه شوې لوظنامې لاندې طالبانو دا ژمنه کړې چې په جنګ ځپلي افغانستان کې به د امن سره تړلې ټولو ډلو لکه افغان حکومت، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او عامو افغانانو سره به د مستقلې سولې او د واک اختیار شریکولو لپاره خبرې اترې کوي. تمه ده دغهبین الافغاني خبرې اترې په راروانو ۱۰ ورځو کې پېل شي. او په دغه موده کې به افغان حکومت ۵۰۰۰ قیدي طالبان خوشي کوي چې په بدل کې به يې طالبان ۱۰۰۰ هغه بندیان خوشي کوي چې د طالبانو په ولقه کې دي.
په دوحه کې د سولې لوظنامې لاس لیک کیدو په وخت د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو ویلي: ٫٫ د دې لوظنامې به هیڅ معنا نه وي او دا نني ښه احساسات به پاتې نه شي، که چرې مونږ ریشتوني ګامونه پورته نه کړل او خپلې هغه ژمنې مو پوره نه کړې کومې چې مونږ کړي.٬٬
ماېک پمپیو ټینګار کړی چې په اخیره کې به د افغانستان د راتلونکې فیصله افغانان په بین الافغاني خبرو اترو پخپله کوي.٫٫ د امریکا او طالبانو ترمنځه لوظنامه به افغانانو ته د دغې لپاره حالات جوړوي.٬٬
د وسله والو طالبانو مشر هیبت الله اخونزاده د چا په اړه چې ګمان کیږي چې په پاکستان کې ژوند کوي په خپلو پلویانو غږ کړی چې د لوظنامې احترام دې کړي. نوموړي مطبوعاتو ته په لیګل شويپه خپل یو بیان کې د خپل ډلې د بریا اعلان هم کړی.
خو د امریکا دخارجه چارو وزیر ماېک پمپیو د لوظنامې لاس لیک کولو په وخت ویلي ٫٫ د ګټې یا بریا د اعلانولو خواهش به وي.٬٬ خو نوموړي په دې خبره ټینګار وکړو چې د افغانان به هغه بریا ترلاسه کړي کله چې دوي په سوله او سوکالۍ کې ژوند کولی شي.
ماېک پمپیو په خپله وینا کې زیاته کړې چې د افغانانو تر منځه (بین الافغاني) خبرو اترو پروسه به د خپلو احدافو ترلاسه کولو په اساس د چیلنجونو ډکه وي.
په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځه د سولې د لوظنامې لاس لیک کیدلو وړاندې د امریکا د دفاع سېکتر مارک اېسپر هم د افغانستان حکومت سره یوه شریکه اعلامیه خپره کړې. په دغه اعلامیه کې دا باور ورکړل شوی چې د امریکا په مشرۍ کې ایتلافي هیوادونو به د افغانستان سولې په اړه خپلې ژمنې پوره کوي.
په کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني او د ناټو سېکتر جينز سټولټنبرګ سره د خبرو په وخت د امریکا د دفاع سېکتر ویلي امریکا به د تشدد په کمولو کې د طالبانو لخوا پورته کیدونکي ګامونو ته د نژدې نه ګوري او دا چې دوي د بین الافغاني خبرو اترو کې خپل ژمنې پوره کوي او که نه.
په دغه مهال افغان صدر اشرف غني ویلي افغان حکومت په هیواد کې د سولې لپاره د افغان طالبانو سره په پراخه ایجنډا خبرو اترو ته تیار دی. صدر اشرف غني ویلي: ٫٫ دوي (طالبان) باېد دې ته تیار شي چې پهریاستي او غیر ریاستي کچه دوي ته مرستې ورکونکو (سپانسرز)، د ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو ختمولو په یو باوري نظام، په نشي توکو کې د دوي د لاس لرلو او پرې د ځان ساتلو او د مجرمانو نړیوالو تنظیمونو سره د خپلو اړیکو په اړه دې مونږ سره مثبتې خبرې وکړي.٬٬
د امریکا او افغان طالبانو تر منځه د تشدد کمولو یوه لوظنامه ووه ورځې وړاندې شوې وه او د دغې کامیابۍ ننۍ لوظنامې ته لاره هم هواره کړه.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزۍ د یادې لوظنامې لاس لیک کیدو وروسته وي او ای افغان څانګې ته ویلي ٫٫ مونږ د خالي یا شنبې په ورځ د لوظنامې لاس لیک کیدو ته ډیر خوشحاله یو. دا یو ښه عمل دی او مونږ هیله لرو چې بین الافغاني خبرې اترې به زر تر زره شورو شي چې افغانان په خپلو کې کښیني او په خپله هیواد کې مستقله سوله راولي.