په افغانستان کې تشدد د کمولو په سر د اختلافاتو له امله د امریکې او د طالبانو مذاکرات یو یوارې بیا ځنډېدلې دي.
په قطر کې د طالبانو د فتر ترجمان سهېل شاهین د ځنډ ذمه واري په امریکایانو واچوله او د جمعې په ورځ یې وي او ای ته وویل "مونږ متفق شوي وو چې د لوظنامې د لاس کېدو د ورځو په مهال به پرامنه ماحول جوړوو لیکن امریکایانو نورې غوښتنې وړاندې کړې...د دې له امله د امن په بهیر کې خنډان پېدا شوي."
د طالب ترجمان په خبرو د امریکې رد عمل په سمدستي ډول مخې ته نه و راغلی.
واشنگټن غواړي چې د سولې لوظنامه د لاس کېدلو نه وړاندې طالبان تشدد ودروي. طالبانو لا دغه غوښتنه نه ده منلي خو وړاندیز یې کړی دی چې د یوې هفتې دپاره تشدد کې کمی کولی شي.
د وي او ای انگریزۍ څانگې رپورټ وايی قطر د امریکې او د طالبانو د ورستیو خبرو کوربتوب کولو خو پکې جمود په داسې حال کې مخې ته راغلو چې د سختې یخنۍ باوجود طالبانو د افغانستان امریکا پلوه حکومت خلاف حملې تندې کړې دي. د تشدد په نتیجه کې د گڼ شمېر ملکي کسانو په شمول امنیتي عسکر او وسله وال وژل شوي دي.
طالب ترجمان د امریکې سره د مذاکراتو د ځنډېدو خبره په داسې ورځ وکړه چې طالبانو سره په خبرو کې د امریکايي پلاوي مشر او په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د هیواد خارجه وزیرشاه محمود قرېشي او پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه د افغانستان په موضوع خبرې وکړې.
د پاکستان پوځ په یو بیان کې وویل خلیلزاد د پاکستان شکریه ادا کړه چې په سیمه کې د امن په خاطر په افغانستان کې د سولي د بهیر ملاتړ کوي.
او د شاه محمود قرېشي دفتر وویل د زلمي خلیلزاد سره خبرو کې د پاکستان خارجه وزیر په دې خبرې زور واچولو چې د امریکې او طالبانو ترمنځ لوظنامه دې زر تر زره لاس لیک کړی شي.
په کال ٢٠١٨ کې په افغانستان کې د امن دپاره د هلو ځلو شروع کولو راهسې زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان یو شمیر سفرونه کړې دي او د طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې یې د پاکستان د مرستې ستاینه کړې ده.
خو پاکستان پوځ په اړه دا گڼل کېږي چې د طالبانو سره یې نژدې اړیکې پرځای ساتلي دي. پاکستان د طالبانو سره د مرستې خبره ردوي.
که چېرې امریکا او طالبان د سولې معاهده وکړي نو ترمخه به یې امریکې په ورو ورو د افغانستان څخه خپل ١٣٠٠٠ عسکر وباسي، طالبان به ژمنه کوي چې د افغانستان خاوره به د امریکې او نورو هېوادونو خلاف د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږي او دا چې طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو ته اماده کېږي.
د پاکستان او افغانستان دپاره د امریکې د خارجه وزارت استازې اېلس وېلز تیره هفته په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل زلمی خلیلزاد کوښښ کوي چې طالبان تشدد کمولو ته اماده کړي او د دې له امله به افغان خپل منځو کې د مذاکراتو په مېز کښېني.