لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گوانټانامو نه ازاد کړی شوې طالب مشرانو باندې د سفر بندیز ختمیږي


پنځه واړه طالب مشران د امریکې فوجي بو برگډال د ازادۍ په بدل کې گوانټانامو نه خلاص کړی شوې وو. بو برگډال پنځه کاله د طالبانو په بند کې پرتو وو. د قیدیانو د تبادلې ترمخه، ازاد کړی شوي طالبان قطر ته لیږلی شوې وو، قطر به د هغوي په سرگرمو نظر ساتلو او د کال ٢٠١٥ د مۍ د میاشت تر اخیره پرې قطر نه د بهر تلو پابندي لگول شوي وه
پنځه واړه طالب مشران د امریکې فوجي بو برگډال د ازادۍ په بدل کې گوانټانامو نه خلاص کړی شوې وو. بو برگډال پنځه کاله د طالبانو په بند کې پرتو وو. د قیدیانو د تبادلې ترمخه، ازاد کړی شوي طالبان قطر ته لیږلی شوې وو، قطر به د هغوي په سرگرمو نظر ساتلو او د کال ٢٠١٥ د مۍ د میاشت تر اخیره پرې قطر نه د بهر تلو پابندي لگول شوي وه

د مشکوک ترهگرو دپاره په گوانټانامو بې، کیوبا، کې د امریکې فوجي زندان نه ازاد کړی شوو پنځو طالب مشرانو باندې د سفر بندیز میعاد د اتوار یا یک شنبې په ورځ ختمیدونکی دی.

تیر کال د طالبانو په ولکه کې د یو امریکائي فوجي د ازادۍ په بدل کې خوشي کړی شوي طالب مشران دا وخت په قطر کې ژوند کوي. ازاد کړی شوو طالب مشرانو کې ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق واسق، ملا فاضل مظلوم او محمد نبي عمري شامل دي.

په طالب مشرانو د سفر قدغن لرې کیدلو د امریکې ځېنې قانون سازان او افغان امن مرکچیان دې تشویش سره مخ کړې چې دغه طالبان به افغانستان کې بیرته د جنگ میدان ته ور گډ شي.

د امریکې حکومتي چارواکو ویلي د افغان او د قطر حکومت سره په رابطه کې دي خو په څرگنده داسې څه نه ښکاري چې گني په طالب مشرانو به د سفر بندیز وغځولی شي.

د خالي یا شنبې په ورځ د وي او ای ددې تپوس په جواب کې چې همکاران يي د سفر څه اراده لري، د طالبانو یو ترجمان وویل ویلي په دې اړه ورسره لا د وینا دپاره څه نشته.

پنځه واړه طالب مشران د امریکې فوجي بو برگډال د ازادۍ په بدل کې گوانټانامو نه خلاص کړی شوې وو. بو برگډال پنځه کاله د طالبانو په بند کې پرتو وو. د قیدیانو د تبادلې ترمخه، ازاد کړی شوي طالبان قطر ته لیږلی شوې وو، قطر به د هغوي په سرگرمو نظر ساتلو او د کال ٢٠١٥ د مۍ د میاشت تر اخیره پرې قطر نه د بهر تلو پابندي لگول شوي وه.

د امریکې کانگرس د خارجه چارو کمیټۍ مشر ایډ روائس د جمعې په ورځ یو بیان کې ویلې طالب مشران وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ د امریکې قانون په خلاف ورزۍ کې ازاد کړې وو.

هغه وویل د اتوار یا شنبې په ورځ په طالب مشرانو د سفر پابندي ختمیدو ورسته به دوي کولی شي چې بیرته میدان جنگ ته ورشي او په نتیجه کې به نه یوازې د امریکې مفاداتو ته نقصان ورسیږي بلکه امریکایان به هم د خطر سره مخ شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړی، اسماعیل قاسمیار، وايي طالب مشران دې یا خو په مستقل ډول په قطر کې وساتلی شي او یا دې افغانستان حکومت ته وسپارلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG