لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وېنډي شرمېن: امریکا به طالبان په دې پړاو په سفارتي کچه تسلیم نه کړي


وېنډي شرمېن
وېنډي شرمېن

د امریکې نایب خارجه وزیرې وېنډي شرمېن په طالبانو نیوکې کړي چې د انساني حقونو د تحفظ په شمول طالبانو خپل لوظونه نه دي پوره کړي او دا امکان یې رد کړو چې په موجوده پړاو به امریکا طالبان په سفارتي کچه تسلیم کړي.

مېرمن شرمېن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته دا هم وویل چې په افغانستان کې د انساني بحران د مخنیوي په لړ کې امریکا د نورو اتحادي ملکونو سره هلې ځلې کوي. هغې وويل په افغانستان کې په خرابېدونکي صورتحال سنکین تشویش لري.

وېنډي شرمېن وویل "په نړیواله ټولنه کې دا زمونږ د ټولو په مفاد کې ده چې په يوای کار وکړوو چې په افغانستان کې د انساني بحران مخه ونیسوو چې دا ډول دا په پراخه کچه د سیمې مسله جوړه نشي."

وېنډي شرمېن د ملګرو ملتونو دې خبرداري ته اشاره وکړه چې په افغانستان کې قریباً یو مېلین ماشومان د لوږې د خطر سره مخامخ دي، 18 مېلین افغانان په بیړنۍ ډول بشري امداد ته اړتیا لري او وچکالي او د ژمي ساړه حالات نور هم خرابولی شي. هغې وویل د پاکستان ستاینه کوي چې افغانستان سره یې بشري امداد زیات کړی او په نژدې وخت یې افغانانو سره د مېلینونو ډالرو د خوراکي شیانو مرسته کړي.

وېنډي شرمېن د صدر جوبایډن د حکومت لومړۍ لوړ پوړي غېر پوځي چارواکي ده چې د پاکستان دوره یې وکړه سره د دې چې پاکستاني مامورین وايي د امریکې او طالبانو د سولې معاهدې په لړ کې یې د امریکې مرسته کړي ده.

وېنډی شرمېن د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باوجوه، د خارجه وزیر شاه محمود قرېشي او د پاکستان د قامي سلامتیا مشیر معیدیوسف او نورو چارواکو سره ولیدل.

هغې خبریالانو ته وویل په افغانستان کې "د وړاندې تګ" او دا چې طالبان څنګه ښکیل وساتل شي په دې لړ کې یې د پاکستاني مامورینو سره "ژورې او نېغې" خبرې وکړې. وېنډي شرمېن وویل طالبانو سره په تماس کې د یوالي پېدا کولو دپاره امریکا د روس او چین په شمول بېلا بېلو ملکونو سره په پراخه کچه مشورې کوي.

امریکايي استازي دا امکان رد کړو چې امریکا به "په دې پړاو" طالبان په سفارتي کچه تسلیم کړي.

امریکايي مامورینو ویلي د طالبانو د چلند کتنه کوي چې ایا دوی به د انساني حقونو د تحفظ او د ټول شموله حکومت په لړ کې خپل لوظونه پوره کړي او که نا؟ د امریکې په شمول نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو د نشت والي غندنه کړي ده.
وېنډي شرمېن وویل د طالبانو جاج به د دوی په الفاظو نه بلکې د دوی د ګامونه په بنیاد اخیستل کېږي خو "تر اوسه پورې د دوی ګامونه د دوی لوظونو ته نه دي رسېدلي."

وېندي شرمېن وویل پاکستاني چارواکو سره یې د دې خبرې په اهمیت هم بحث وکړو چې د طالبانو احتساب به د هغو ژمنو په بنیاد کولی شي چې دوی په عامه توګه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG