لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټيکساس :دڅرې کمپنۍ کې چاؤدنې گڼو خلکو ته مرگ ژوبله اړولې


USA-EXPLOSION/TEXAS
USA-EXPLOSION/TEXAS
دامريکا په ټيکساس رياست کې چارواکي وائي چې دشورو په ماښام دڅرې په يوه کارخانه کې دترسره شوې زوردارې چاؤدنې له امله گڼ شمير کسان مړۀ شوي اؤ د160ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دامريکا نيويارک ټائمز ورځپاڼې دچارواکو له خُلې ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې پيښه کې 15 کسان وژل شوي اؤ 160 نور ژوبل شويدي.
دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې اور وژونکې عملې دڅرې په يوه کارخانه کې دلگيدلي اور دوژلو هڅه کوله، دټيکساس دپبلک سيفټي دمحکمې يو چارواکي وئيلي دي چې دتنصيب سره نزدې د50 څخه نيولې تر 75ؤ کورونه تباه شوي دي.
پوليس وائي چې دمړو شوؤ کسانو صحيح شميره ښودل به اوس دوخت څخه وړاندې وي اؤ گڼ شمير کسان ورک هم دي چې دهغوي مړي تردې مهاله نۀ دي موندل شوي.
راپورونه وائي داور وژونکې عملې ځينې کارکوونکي هم ورک دي چې دهغوي دمړينې انديښنه ښودلى شي.
دبيړنو حالاتو په وخت اور وژونکې عمله، ايمبولينسونه اؤ هيلي کاپټرې هم په امدادي کارروائيو کې دبرخې اخستو لپاره سيمې ته رسيدلي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG