لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا د ټېکساس ایالت، سن انټونیو ښار کې بم چاودلی


بم چاودنه د فیډیکس کمپنۍ په دفتر کې شوي ده

د امریکا د ټېکساس ایالت، سن انټونیو ښار ته څېرمه د فیډیکس په دفتر کې بیګا شپه یو بم چاودلی.

چارواکي هڅه کوي ومومي، چې دغې چاودنې خو به د اسټن ښار له وروستیو چاودنو سره کوم تړاو نه درلود.

په چاودنه کې یو کس ټپي شویدي او استخباراتي مامورین سیمې ته رسېدلي دي.

خبر زیاتوي دغه بم په یوې غوټې یا پکېج کې ځاي پرځای شوی و او د اسټن پر لور لېږدول کېده.

په اسټن ښار کې په روانه میاشت کې څلور چاودنې شویدي.

XS
SM
MD
LG