امریکا به اوکراین ته د اوږد مهاله مرستې په لړ کې د یو اشاریه دوه بېلین ډالرو مالیت پوځي امداد ورکوي.
اېسوسي سي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، د نهې، سه شنبې، په ورځ اوکراین سره د نور پوځي امداد اعلان په داسې حال کې وکړو چې روس د اوکراین خلاف د ډرون، راکټونو او د ځمکې نه په فضا کې هدف وېشتونکو مزایلو حملو ته ې دوام ورکړی دی.
اوکراین ته د امریکې نور امداد به د اوکراین سېکیورټي اسېسټنس اېنېشېټیو یا اوکراین سره د امنیت د مرستې تحریک د لاندې ورکول کېږي.
اوکراین ته په بېړنۍ کچه د پوځي ساز او سامان ورکولو برعکس ای پي وايي نوی اعلان شوی امداد به کییف ته په راتلونکو میاشتو او عن تر کلونو پورې وخت په مهال ورکول کېږي چې دا ډول د اوکراین د مستقبل پوځي ضرورتونه پوره کړی شي.
پېنټګان وویل نوي امداد کې به اوکراین ته د هوايي دفاع دپاره ګوله بارود، ډرون او د مغربي ملکونو ورکړی شوي دفاعي نظامونو کې بدلون کولو دپاره وسایل ورکول کېږي. د دې نه علاوه د توپخانې ګوله بارود، د مواصلاتي سیارو نه اخیستلو شویو تصویرانو او موجوده پوځي ساز او سامان دپاره د مرمت مرسته هم کولی شي.
امریکايي مامورینو د نوم نه څرګندولو په شرط ای پي ته ویل نوي پوځي امداد کې به هاک نومې د هوايي دفاع نظام هم شامل وي. په دې اړه رسمي اعلان لا نه دی شوی.
پېنټګان وویل نوی امریکايي پوځي امداد به د اوږدې مودي دپاره د اوکراین د پوځ صلاحیتونه زیات کړي چې د روسي جارحیت خلاف د هېواد د علاقيي سلامتیا دفاع وکړي.
د کال ۲۰۲۲ د فېبرورۍ په میاشت کې په اوکراین د روس د یرغل نه راواخلي تراوسه پورې امریکي اوکراین ته قریباً د ۳۷ بېلین ډالرو پوځي امداد ورکړی دی چې په کې د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان شوی امداد هم شامل دی.
امریکې اوکراین ته نوي پوځي مرستې په داسې حال کې اعلان کړي چې اوکراین روس خلاف د جوابي حملې تیاری کوي خو ای پي وايي فضاي دفاع یوه مستقل مسله ده.
اوکرایني چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د اوکراین سرښار کییف دپاسه يې ۳۵ د ایران جوړ ډرون وغورځول. د کییف ښاروال په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل د یو ډرون ملبه د استوګنې په یوه ودانۍ غورځېدله او د یو بل ډرون ملبه په یو موټر وغورځېدله چې له امله يې موټر اور واخیستلو.
د اوکراین د دفاع وزارت وویل د ملک په شمال، جنوب او مشرقي علاقو کې روسي بمبارۍ ۱۲۷ هدفونه وویشتل چې درې ملکي کسان په کي ووژل شوو.
ای پي وايي په داسې حال کې چې په روس اقتصادي پابندۍ لګول شوي او خپلو ځواکونو ته په مناسب ډول رسد نه پوره کولی، روس د ایران جوړ ډرون انحصار زیات کړی دی.
اوکراین ته د امریکې په امدادي کڅوړه کې د ډرون د راغورځولو نظامونه هم شامل دي، ای پي وايي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي