لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به اوکراین ته جدید مزایل ورکوي، روس د امریکايي فېصلې مخالفت کړی


اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د امریکايي حکومت د چارواکو له قوله ویلي چې اوکراین ته د نویو مزایل مجوزه پېکېج په اړه تفصیل ممکنه ده چې مامورین د شورو، چهارشنبې، په ورځ څرګند کړي او پکې به د منځنۍ درجې مزایل شامل وي چې تر د اوویا کلومېټرو فاصلې پورې هدف به ويشتلی شي
اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د امریکايي حکومت د چارواکو له قوله ویلي چې اوکراین ته د نویو مزایل مجوزه پېکېج په اړه تفصیل ممکنه ده چې مامورین د شورو، چهارشنبې، په ورځ څرګند کړي او پکې به د منځنۍ درجې مزایل شامل وي چې تر د اوویا کلومېټرو فاصلې پورې هدف به ويشتلی شي

په اوکراین د روس د یرغل په ضد د اوکراین ملاتړ په لړ کې د امریکې صدر جوبایډن فېصله کړې چې اوکراین ته به د مزایلو جدید نظام ورکوي خو روسيې د امریکايي اقدام مخالفت کړی او د دواړو ملکونو په منځ کې د نېغ په نېغه ټکر د خطر په اړه یې خبرداری کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه اوکراین ته د جدید مزایلو ورکولو فېصله صدر بایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړه.

په نیویارک ټایمز اخبار کې چاپ شوي یو مضمون کې صدر بایډن وویل د جنګ په مېدان او بالاخر د مزاکراتو په مېز د اوکراین دریځ مضبوطولو دپاره امریکې اوکراین ته وسله او ګوله بارود ورکړي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، اوکراین ته د جدید مزایلو د ورکولو د فېصلې نه وړاندې داسې ښکارېده چې د صدر بایډن حکومت اوکراین ته دغه ډول وسله ورکولو ته رضا مندي نه لري. او صدر بایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ ویلي وو چې امریکا به اوکراین ته داسې ډول راکټونه ور نه کړي چې روس ته رسېدلی شي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د امریکايي حکومت د چارواکو له قوله ویلي چې اوکراین ته د نویو مزایل مجوزه پېکېج په اړه تفصیل ممکنه ده چې مامورین د شورو، چهارشنبې، په ورځ څرګند کړي او پکې به د منځنۍ درجې مزایل شامل وي چې تر د اوویا کلومېټرو فاصلې پورې هدف به ويشتلی شي.

امریکايي مامورینو دا هم ويلي چې اوکراین دا ضمانت ورکوي چې ځواکونه به يې په امریکايي مزایلو روس نه وولي.
د نیویارک ټایمز په خپل مضمون کې صدر بایډن ویلي امریکا خو نه روسي صدر ولادمیر پوتین د حکومت نه لېرې کول غواړي او ترڅو چې روس په امریکا او د امريکې په اتحادیانو نېغ په نېغه حمله نه وي کړي امریکا به په دې شخړه کې روس سره په مستقیم ډول په ټکر کې نه ښکېل کېږي.

هغه وویل د اوکراین حوصله افزايي نه کوي چې د خپل سرحد نه بهر حملې وکړي.

روس اوکراین ته نوي مزایل ورکولو د امریکايي فېصلې مخالفت وکړو او د دواړو عالمي طاقتونو ترمنځ په مستقیم ډول د ټکر په اړه یې خبرداری وکړو.

د روس نایب خارجه وزیر سرګی ریابکوف وویل روس اوکراین سره د امریکي پوځي مرستې ته په انتهايی منفي نظر کتنه کوي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د ریابکوف وېنا د روس ار ايي ای نووستي خبري ادارې رپورټ کړې ده.

د رویټرز ترمخه اوکراین ته د امریکې مجوزه مزایل د ۷۰۰ مېلین ډالرو مالیت په پوځي امداد کې شامل دي.

د رویټرز ترمخه د امریکې او روس ترمنځ د نېغ په نېغه ټکر د احتمال په اړه د پوښتنې په ځواب کې ریابکوف وویل اوکراین ته د وسلې رسد چې دوام لري او اضافه پکې کېږي د نېغ په نېغه ټکر خطرات زیاتوي.

هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ روس د صدر پوتین او د اوکراین صدر ولادومير زېلېنسکي ترمنځ د نېغ په نېغه ملاقات امکان رد نکړو خو ويې وېل پکار ده چې د ملاقات دپاره د پېشګې تیاری وکړی شي.

د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکو خبريالانو ته وویل اوکراین سره د امن دپاره په یو دستاوېز کار ډیر وخت مخکې ودرېدلی چې بیا نه دی شروع شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG