لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې دافغان مېرمنو داقتصادي پیاوړتیا لپاره داتحاد پرانسته کړې ده


په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو فعاله فروزان داودزۍ د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا د اتحاد جوړولو ستاینه کوي او وايي دا ګام به د افغانانو په اقتصاد ښه اثر ولري
په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو فعاله فروزان داودزۍ د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا د اتحاد جوړولو ستاینه کوي او وايي دا ګام به د افغانانو په اقتصاد ښه اثر ولري

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د افغان مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا د اتحاد پرانيسته کړې ده اؤ د هېواد د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دې اړه ترسره شوې غونډې ته ويلي چې امريکا د خپلو اتحاديانو سره په ګډه په بېلا بېلو برخو کې د افغان مېرمنو او نجونو سره د هېواد دننه او بهر مرستې کوي۔

د افغان مېرمنو د حقونو فعالان او د اقتصادي چارو پوهان د امريکا ددې ګام ستاینه کوي خو وايي په افغانستان کې په مېرمنو د لګول شويو محدوديتونو پر مهال د ښځو اقتصادي پياوړتيا لپاره به د نړيوالې ټولنې لخوا په مستقل ډول د ښځو سره مرسته پکار وي۔

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت لخوا خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه اتحاد د سوداګرۍ د ګړندي کیدو، بشر دوستانه فعالیتونو، د افغان میرمنو د خصوصي سکټور د ودې او په افغانستان کې د تعليمي فرصتونو د پېدا کولو په هدف رامنځ ته شوی دی۔

په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو فعاله فروزان داودزۍ د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا د اتحاد جوړولو ستاینه کوي او وايي دا ګام به د افغانانو په اقتصاد ښه اثر ولري۔

نوموړې وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل په افغانستان کې د جنګ نه زياتره ښځې اغېزمنې شوې دي ځکه چې هغوی خپل سړي د لاسه ورکړي دي۔

د هغې په خبره "بيا هم دغو ميرمنو د لاسي هنر او د تجارتي بخشونو څخه د خپلو فاميلونو لپاره معاش ګټلو چې متاسفانه دغه برنامې او پروژي په ټپه درېدلي دي"

ښاغلې داودزۍ زياته کړه که چرې په دغه پلانو کار وشي دا به د مېرمنو په اقتصاد او ژوند ډېر مثبت تاثير ولري۔

په اعلاميه کې د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلينکن له قوله ويل شوي چې د میرمنو د اقتصادي پیاوړتیا اتحاد به په راتلونکو پنځوؤ کلونو کې یو میلیون میرمنو سره مرستې اؤ همکاري وکړي او په بیلابیلو برخو کې به يې وروزي۔

د افغان مېرمنو د حقونو سياسي او ټولنيزه فعاله مريم اورين بارکزۍ وي او ای ډيوه ته وايي په داسې حال کې چې افغانستان کې په ښځو محدود يتونه لګول شوي دي بايد د اقتصادي پياوړتيا لپاره نړيواله ټولنه د افغان مېرمنو سره په مستقل ډول ملاتړ وکړي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د هغې وينا وه چې يوې اندازې پورې به دا ګام مثبته اغېزه ولري خو بيا هم دا د زيات وخت لپاره مبارزه غواړي ځکه چې اوس مهال افغان مېرمنې حق نه لري چې له کوره بهر وځي۔

د ښاغلې بارکزۍ په خبره د افغان مېرمنو اقتصادي پياوړتيا سخت حمايت ته اړتيا لري چې د نړيوالې ټولنې لخوا حمايه شي ځکه چې اوس هغه کسان چې د نظام په مقابل کې ولاړېږي د هرې نګاه نه شکنجه کېږي۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوهه اسد مبارز وي او ای ډيوه ته وايي بايد دغه اتحاد د مېرمنو د پرمختګ لپاره فنډونه د ملګرو ملتونو د ادارو د لارې ولګوي.

هغه وايي د جهموريت په دوره کې د نورو غېر دولتي ادارو لخوا دغه ډول پروژې په سمه توګه نه وې ترسره شوې۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " زما خپل نظر دا دی چې دلته کوم د ملګرو ملتونو اړونده ادارې دي که هغه يوناما ده او که دبشري حقونو ادارې دي د ښځو په اړه دوی په اطرافو او ښارونو کې ډېټا لري، که چرې دا د هغوی له مخې په خپله تطبيق شي نو دوی کولی شي چې هم هغه کوم لومړيتوبونه چې د ښځو دي هغوی ته به ورسي"

طالبانو تېر کال د اګست په 15 مه د کابل واک ترلاسه کولو وروسته په افغان مېرمنو محدويتونه لګولي دي چې ترمخه يې مېرمنې د محرم پرته لرې سفر نه شي کولی او د دوي لپاره پرده کول هم لازمي ګرځول شوې ده۔

طالبانو په هېواد کې د شپږم نه تر 12 تولګي پورې د جينکو په تعليم بندېز هم لګولی دی خو وایي دا بندیز عارضي دی اؤ ډير زر به په دې اړه دافغان عنعناتو اؤ شرعي احکامو په رڼا کې یوه تګلاره وټاکي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG