د امریکايي پوځ مرکزي کمانډ تر مخه په اردن کې د امریکا پوځ په مرکز د خالي/ شنبې په شپه ناوخته شوي ډرون برید کې درې امریکايي عسکر وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي.
د کمانډ تر مخه په دغه مرکز کې د عسکرو د اوسیدو ځایونه (کوارټرې) وې چې د شام د سرحد سره نژدې دی. د اسرایل او حماس وسله والو تر منځه د تیرو څلورو میاشتو راهسې روانه جګړې وروسته ګمان کیږي دا د امریکايي عسکرو د وژل کیدو لومړۍ پېښه ده.
د امریکا صدر جو باېډن په شام او عراق کې مېشت ایران پلوه وسله والې ډلې په دغه برید تورنې کړي. که څه هم د دغه دریو عسکرو پېژندګلو لا نه ده شوې او د خپلوانو سره د پخلي وروسته به اعلانیږي. خو صدر باېډن دغو ٫٫ د لوړې پاېې وطنپال٫٫ بللي.
صدر باېډن ویلي ٬٬ مونږ به د ترهګرۍ پرضد د دوي ژمنتیا ته دوام ورکوو، او په دې کې هیڅ شک نه دی پکار – د دغه پېښې ذمه واران به په خپل وخت او په خپله طریقه حساب اخلو.٬٬
د امریکا واشنګټن پوسټ اخبار تر مخه د عراق اسلامي مقاومت (اسلامک ریزسسټنس) نومې ډلې د دغه برید ذمه واري منلې. کتاېب حزب الله، النجبا او یو شمېر نورې وسله والې ډلې د دغه مقاومت د سوري لاندې کار کوي.
د یادې ډلې یو چارواکي واشنګټن پوسټ اخبار ته ویلي ٬٬ څنګه چې مونږ مخکې هم ویلي، کې چرې امریکا د اسرایل مرستې جاري ساتي، نو د بریدونو زیاتوالی به وي. په سیمه کې د امریکا ټول مفادات زمونږ احداف دي او مونږ د امریکا لخوا د ځوابي دهړکو پرواه نه کوو. مونږ ته خپله لار معلومه ده او شهادت زمونږ ویاړ دی.٬٬
دا تازه برید په دغه سیمه کې پرځاې شوي امریکا عسکرو د هوايي بریدونو لړۍ ده چې د اسرایل او حماس جګړې وروسته پېل شوي. که څه هم امریکا په دغه سیمه کې په جګړه کې نېغ په نېغه نه ده ښکېل، خو په کلکه یې د اسرایل مرسته کړې او د نړۍ د یو شمېر مشرانو لخوا د اسرایل نه د جنګ بندۍ غوښتنه یې رد کړي.
د اردن د برید وروسته د امریکا صدر جو باېډن لخوا خپور شوي یو بیان کې د امریکایانو د وژل کیدو پخلی شوی او پکې وېل شوي ٫٫ تېره شپه د شام پولې سره نژدې په اردن کې مېشت امریکايي عسکرو په مرکز یو بې پاېلټه ډرون برید کې درې امریکايي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي. که څه هم مونږ د دغه برید په اړه نور معلومات راغونډوو، مونږ ته معلومه ده چې دغه برید اېران پلوه سخت دریځه ډلو چې په شام او عراق کې مرکزونه لري هغوي کړی دی. نن زمونږ زړونه درانه دي.٬٬
د امریکا د دفاع محکمې چارواکو ویلي، په ژوبل شوو عسکرو کې کې ځیني په سر زخمونه لري او روغتونونو ته د رسول کیدو اړتیا لري.
Forum