لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: په افغانستان کې به تل امریکايي ځواکونه موجود وي


صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودگۍ په اړه دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو نه نورې خبرې کړې دي
صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودگۍ په اړه دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو نه نورې خبرې کړې دي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي که چېرې د طالبانو سره د امن لوظنامه هم وشوه نو په افغانستان کې به بیا هم امریکايي ځواکونه موجود وي.

صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودگۍ په اړه دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو نه نورې خبرې کړې دي او فریقېنو پکې تړون ته د نژدې کیدو څرگندونه کړې ده.

د امریکې فاکس رېډیو سره مرکه کې صدر ټرمپ وویل چې په افغانستان کې به د امریکايي عسکرو موجوده شمېره د ١۴٠٠٠ نه ٨٠٠٠ ته راکموولی شي.

صدر ټرمپ وویل "مونږ په (افغانستان کې) خپله موجودگي ډیره کموو او مونږ به هلته همیشه موجودگي لرو." دې نه علاوه امریکايي صدر وویل امریکا به په افغانستان کې په لوړه کچه "استخباراتي" شتون هم لري.

صدر ټرمپ دا څرگنده نکړه چې د کوم وخت نه به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېره کې کمی شروع کوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جوزف ډنفرډ وویل په داسې حال کې چې د طالبانو سره خبرې دوام لري دا وخت د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه وینا به د وخت نه وړاندې خبره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG