لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حکمتیار: په افغانستان نه ډانلډ ټرمپ دې په روس امریکايي پوځي طاقت وازمايي


صدر ډانلډ ټرمپ

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید ګلبدین حکمتیار د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په وروستیو څرګندونو سخت غبرګون ښوودلی او ورڅخه یې غوښتي چې د "مظلومو افغانانو" ګواښولو پر ځای دې د روسیې پر وړاندې د امریکا پوځي ځواک آزموینه وکړي.

په جنګ ځپلي هېواد افغانستان کې سیاسي مشرانو او ولس د ښاغلي تړمپ د څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښوودلی چې ویلي یې دي که غوښتل یې نو په لسو ورځو کې دننه د افغانستان جنګ ګټلی شي خو۱۰ میلیونه خلک نه وژل غواړي. صدر ټرمپ ویلي دغه تگلارې په نتیجه کې به افغانستان د نړۍ له نقشې لرې شي.

ښاغلي حکمتیار په کابل کې خپلو زرګونو پلویانو سره په خبرو کې د ولسمشر ټرمپ خبرې رد کړې او د امریکا پر ضد يې د مرګ شعارونه هم ورکول چې "مرګ پر امریکا او مرګ پر ټرمپ".

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه: "هماغه پوټین یادوم چې د امریکا په ټاکنو کې لاس وهنه وکړه او تاسو یې سپینې ماڼۍ ته ورسو او ولسمشر یې ترې جوړ کړ."

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه ترې سپیناوی غوښتی.

ټول افغان سیاستوال، په شمول د اشرف غني او پخوانۍ ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو مشرانږ د دغو خبرو غندنه کړې.

د امریکا د جان هاپکنز یونیورسټي د نړېوالو مطالعاتو یو پروفیسر او سیاسي څیړونکی ډانیل مارکي وایي صدر ټرمپ د افغانستان د موضوع حل ته یوازې له دوه اړخه گوري. پروفیسر مارکي پخپل ټویټر کې لیکلي:

"ټرمپ په تکرار سره په افغانستان کې د امریکې پالیسي داسې ښکاره کوي چې گنې یو اړخ ته (د پاکستان په مرسته) د سوله ییزو مذاکراتو او یا بل اړخ ته د لسو میلیونو بیگناه وگړو د وژنې ترمنځ باید یو انتخاب وشي."

XS
SM
MD
LG