لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ او جو بایډن د ۹/۱۱ حملو د یادوولو په دستورو کې شرکت وکړو


په نیویارک د ۹/۱۱ دستوره
په نیویارک د ۹/۱۱ دستوره

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او په راتلوونکو صدارتي انتخاباتو کې د هغه حریف جویایډن د جمعې په ورځ د ۹/۱۱ حملو د یاد په دستورو کې شرکت وکړو او په بریدونو کې وژل شویو قریباً ۳۰۰۰ کسانو ته یې پېرزونې وړاندې کړې.

صدر ټرمپ د پنسېلوېنیا ریاست په شېنکس وېل کلي کې د پرواز ۹۳ په یادګار د ۹/۱۱ په دستوره کې شرکت وکړو. په ۹/۱۱ پرواز ۸۳ په دغه ځای غورځېدلی و او په جهاز کې سواره ټول ۴۰ کسان ووژل شو.

جو بایډن په نیویارک کې د ۹/۱۱ په دستوره کې ګډون وکړو.

صدر ټرمپ د شېنکس وېل دستورې ته وویل "نن مونږ د هغوی قربانۍ ته پېرزونې وړاندې کوو او د هغو قریباً ۳۰۰۰ قیمتي او ښکلېو خلکو غم کوو چې زمونږ نه په ۱۱ سپټمبر ۲۰۰۱ کې واخیستل شوو."

صدر ټرمپ د پنسېلوېنیا ریاست په شېنکس وېل کلي کې د پرواز ۹۳ په یادګار د ۹/۱۱ په دستوره کې شرکت وکړو
صدر ټرمپ د پنسېلوېنیا ریاست په شېنکس وېل کلي کې د پرواز ۹۳ په یادګار د ۹/۱۱ په دستوره کې شرکت وکړو

صدر ټرمپ وویل هغه او د هغه مېرمن په ۹/۱۱ کې د وژل شویو کورنیو سره غمرازي کوي او دا باور ورکوي چې ټول قام د دوی سره ولاړ دي.

د نومبر په میاشت کې کېدوونکو صدارتي ووټونو کې د واک من ریپبلېکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ په مقابل کې د ډېمورکرېټک ګوند امیدوار جوبایډن وویل هغه نه یوازې د ۹/۱۱ دستورو کې شرکت کوي بلکې په دې مناسبت به خپل انتخابي کېمپېن او انتخابي اشتهارونه د یوې ورځې دپاره وځنډوي.

جوبایډن وویل "نن به د ۹/۱۱ نه علاوه د بل څه متعلق خبرې نه کوم. نن مونږ خپل (انتخابي) اشتهارونه لېرې کړل. نن د غم ورځ ده او مونږ به یې هم دغه ډول ساتوو."

جو بایډن په نیویارک کې د ۹/۱۱ په دستوره کې ګډون وکړو
جو بایډن په نیویارک کې د ۹/۱۱ په دستوره کې ګډون وکړو

په نیویارک کې د ۹/۱۱ په دستوره کې د پایوو په کرسۍ ناستې یوې مېرمن د خپل ۴۳ زوي تصویر نیولی وو چې په ۹/۱۱ حملو کې وژل شوی دی. بایډن دغه تصویر واخیستلو او ویې وېل دا غم هیڅ کله نځي. په ورستي کلونو کې بایډن زوی د کېنسر ناروغۍ نه مړه شوی دی.

نايب صدر مایک پېنس هم د نیویارک په دستوره کې برخه واخیسته. مایک پېنس هم د نومبر په انتخاباتنو کې نایب صدارت امیدوار دی.

د سږ کال د ۹/۱۱ د کرونا وایرس او د سماجي فاصلې د ساتلو له امله د نورو کلونو نه بدلې او د خلکو شرکت په کم ساتل شوی و.

د نن نه ۱۹ کاله وړاندې د القاعده وسله والو د نیویارک په ورلډ ټرېډ سېنټر، پېنټګان او په پېنسلوېنیا کې د مسافرو هغه جهازونه وغورځول چې دوی نیولي وو. په حملو کې قریباً ۳۰۰۰ کسان وژل شوي‌ دي چې د امریکې په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ حمله ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG