لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانۍ سفیرې ویلي صدر ټرمپ هغه په بنیاده رپورټونو د څوکۍ نه لرې کړي


صدر ډانلډ ټرمپ او د نمایندگانو ایواز یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز سپیکره نېنسي پلوسي
صدر ډانلډ ټرمپ او د نمایندگانو ایواز یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز سپیکره نېنسي پلوسي

يوکرین کې ه د امريکا پخوانۍ سفيرې مېرمن مېري يو وانوچ د جمعې په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې په لړ کې په کانګرېس کې اورونې ته وویل صدر ټرمپ په خارجه وزارت د دې د چوکۍ د لرې کولو لپاره فشار اچولی و.

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لومړي ځل دغه خبر شائع کړی و.

صدر ټرمپ د مۍ په مياشت کې مېرمن مېري د يوکرېن د سفير د څوکۍ نه په دې ناتايده رپوټونو لر کړې وه چې ګنې هغې په يوکرېن کې د صدر ټرمپ پاليسيانې له پامه غورځولې وې.

مېرمن مېري د جمې په ورځ د کانګرېس کمېټۍ ته وویل د هغې د دفتر مشرانو هغه په داسې بې بنياده رپوټونو د خپلې څوکۍ نه لر کړه چې هېڅ ډول ثبوت يا حقيقت نه لري.

مېرمن مېري د جمې په ورځ د کانکرېس هغه کمېټۍ ته وړاندې شوه چې د صدر ټرمپ د مواخذې لپاره پلټنې کوي. هر څه که خارجه وزارت خپل کاروکونکي په دغه کمېټۍ کې د وړاندې کېدو نه منع کړي خو کانګرس هغې ته د پېش کېدو رسمي امر سپينه استولې وه چې ترمخه يې هغه په قانوني ډول کانګرېس کې د وړاندې کېدو نه انکار نشو کولی.

وهایټ هاؤس هم د صدر ټرمپ په ضد روانو پلټنو کې د برخه اخستلو نه ډډه کړې ده او د کانګرېس د لاندېنۍ برخې يا هاؤس آف رېپرېزنټېټيو دغه ګام يې غېر قانوني بللې خو د هاؤس سپيکرې نېنسي پلوسي د وهایټ هاؤس په دغه ګام نيوکه کړې ده او ويلي دوي د صدر ټرمپ د بچ کولو لپاره دغه ګام پورته کړې خو وايې صدر ټرمپ د قانون سرغړونه کړې او هېڅ څوک هم د قانون نه بره نه دي ، د صدر سره به احتساب کېږي.
د وهاېټ هاؤس په څېر خارجه وزارت يا سټېټ ډېپارټمنټ هم خپل چارواکي د صدر ټرمپ په ضد روانو پلټنو کې د برخه اخستلو نه ودرولي دي. په دوي کې د اروپايې ټولنې لپاره د امريکا سفير او صدر ټرمپ مالي مرسته کونکی ګورډن سون لېنډ هم شامل دی چا چې په دغه پلټنو کې پخپله خوښه معلومات ورکول غوښتل.

نوموړی د نهې په ورځ کانګرېس ته وړاندې کېده خو صدر ټرمپ په يو ټويټ کې ويلي وو ګورډن ته د پېش کېدو اجازه ځکه نه ورکوي چې د ډيموکرېټانو په مشرۍ کې د کانګرېس کمېټۍ بي پلوه نه دي.

کانګرس د ګورډن د پېش کېدو د پاره هغه ته رسمي امر يا سپينه استولې ده. او د هغه وکيلانو ويلي ګورډن به راتلونکي د زيارت په ورځ کانګرېس ته وړاندې کېږي خو هغه په قانوني توږه کانګرس ته هغه دستاوېزات نه شي ورکولی کوم چې د صدر ټرمپ په ضد د پلټنو کمېټيو ته پکار دي.

د کانګرېس درې کمېټۍ د صدر ټرمپ د هغه ټېلي فوني خبرو اترو پلټنې کوي چې د جولاۍۍ په 25مه نېټه يې د يوکرېن صدر ولادي مير ذي لېنسکي سره کړې وې ، په صدر ټرمپ تور دی چې ده د يوکرېن صدر ته ويلي وو چې د ده د سياسي حريف او پخواني مرستيا ل صدر جو باېډن او دهغه د ځوي هنټر باېډن پلټنې اوکړي، او که داسې يې او نه کړل نو امريکا به ورسره کمک نه کوي.

د صدر ټر مپ مخالفه ډيموکرېټ ډله وايې صدر ټرمپ په داسې کولو سره د خپل واک اختيار نه غېر قانوني ګټې پورته کړي او خپله څوکۍ يې د خپلو سياسي مقصدونو لپاره کارولې ده چې په راتلونکي انتخاباتو کې د خپل حريف جوباېډن شهرت خراب کړي او يو وارې بيا صدارتي انتخابات اوګټي،

خو صدر ټرمپ تېره اونۍ خبريالانو ته ويلي دا د سياست خبره نه ده دا د کرپش خبره ده او د امريکا د صدر په هېڅ دا د ده ذمه واري ده چې په ملک کې د کرپشن مخه اونيسي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG