لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې په یوه ورځ کرونا وایرس دلاسه د ۴۸۶ کسانو مرګونه رپورټ شوي


د ګل، دوشنبې، په ورځ په امریکا کې په ورځ د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه  کرونا وایرس دلاسه د ۴۸۶ کسانو مرګونه رپورټ شول. تر ټولو زیات مرګونه به نیویارک ښار کې دي
د ګل، دوشنبې، په ورځ په امریکا کې په ورځ د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه  کرونا وایرس دلاسه د ۴۸۶ کسانو مرګونه رپورټ شول. تر ټولو زیات مرګونه به نیویارک ښار کې دي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره د "سوشل ډسټنسنګ" یا د ټولنیزې فاصلې تګلاره یوه میاشت نوره غځول شوي ده او په نتیجه کې به یې د یو مېلین خلکو ژوندونه محفوظ وساتل شي بلخوا په امریکا کې د کرونا وایرس دلاسه په یو ورځ کې د ۴۸۶ کسانو مړینې رپورټ شوي دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د کرونا په اړه د روزانه خبري غونډي ته صدر ټرمپ وویل د کرونا وایرس د خپرېدو په لړ کې "مونږ لویه بریا ترلاسه کړې ده...مونږ سره د غوره کوولو بله لاره نه وه."

د امریکې د صحت چارواکي وايي که څه هم د سوشل ډسټنسنګ په تګلاره په کلکه عمل کیږي خو په ملک کې به د کرونا کېسونو شمېر ۲۰۰۰۰۰ ته رسیږي.

په موجوده وخت کې د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمیرو ترمخه په امریکا کې کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مړینې شمېر ۳۱۷۰ ته رسېدلی دی او د دې وایرس نه د ناروغه شویو کسانو شمېر ۱۶۴۶۱۰ دی. په امریکا کې د کرونا تر ټولو زیات مرګونه په نیویارک شار کې دي چې شمېر یې د ۹۰۰ نه اوړېدلی دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په امریکا کې په ورځ د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه کرونا وایرس دلاسه د ۴۸۶ کسانو مرګونه رپورټ شول.

صدر ټرمپ د ریاستي ګورنرانو سره هم د ټېلې فون دلارې خبرې وکړې او کرونا د مخنیوي په لړ کې یې د هغوی فعالیتونه وستایل. د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترمخه د مانټینه ریاست صدر ته وویل چې دوی د کرونا وایرس دپاره په مناسب ډول ټېسټونه نه لري.

خو کله چې په خبري غونډه کې د صدر نه د ټېسټونو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل د تېرو څو ورځو راهسې یې د تېسټونو په باره کې څه نه دي اوریدليو چې مطلب یې دا اخیستل کیږي چې په امریکا کې چې د کرونا وایرس د ټېسټونو کوم کمی لیدل کېدو دغه مسله ختمه شوې ده.

ځینې ګورنرانو به ملک د وېنټیلېټرز د کمي خبره هم کړې ده. دغه مشینان مريضانو سره به منصوعي ډول په ساه اخیستلو کې مرسته کوي. خو صدر ټرمپ وویل په امریکا کې لږ تر لږه ۱۰ کمپنۍ دا وخت دغه مشینان تیاروي.

د ګل، دوشنبې، د ورځ په خبري غونډه کې صدر ټرمپ د سي اېن اېن خبریال جم اکوسټا سره د الفاظو جنګ هم وکړو.

جم د ډانلډ ټرمپ نه پوښته وکړه چې داسې خو نه ده چې د کرونا وایرس د خطر په اړه د هغه مخکېنۍ خبرو د دې ناروغۍ د سنګنۍ غلط تاثر وړاندې کړی و، په ځواب کې ټرمپ وویل دا ډیره خراب سوال دی. هغه وویل کوښښ یې کولو چې په ولس کې تشویش خپور نشي.

صدر ټرمپ د سي اېن اېن خبریال په مخاطب کولو وویل "زه کولی شم د ستا هم زیات په ښه ډول تشویش خپور کړم."

صدر ټرمپ وویل د سماجي رابطې تګلاره به د اپرېل د میاشت تر اخېره دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG