لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس په لړ کې صدر ټرمپ یو وارې بیا په میډیا سخت ټکونه وکړل


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

په داسې حال کې چې کرونا وایرس د امریکایانو د معمول ژوند ګډ وډ کړی دی، د ونډو بازار یا سټاک اېکسچېنج غورځېدلی او وایرس په تندۍ په امریکا کې خورېږي صدر ډانلډ ټرمپ د پخوا په ډول یو وارې بیا په مطبوعاتو سخت تکونه کړي دي.

د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډ کې د امریکې اېن بي سي ټېلې وژن خبریال د صدر ټرمپ نه پوښتنه وکړه چې هغه خلکو ته به څه ووايي چې کرونا وایرس ویرولي دي، نو رویټرز خبري اداره وايي صدر ټرمپ په ځواب کې وویل "زه وایم چې ته ډیر خراب خبریال يي. ‌ځما په خیال دا ډیر چټله پوښتنه ده."

په امریکا کې د کرونا وایرس دلاسه ۲۰۰ کسان مړه شوي دي او دې وایرس د ۱۴۰۰۰ نه زیات نور کسان ناروغه کړي دي.

د امریکې تر ټولو زیاتې ابادیو دوو ریاستونو، کېلېفورنیا او نیویارک، کرونا د مخنیوي په لړ کې ګڼ شمیر قندغنونه لګولي دي چې له امله یې د ۶۰ مېلین نه د زیاتو خلکو د معمول ژوند متاثره شوی دی.

امریکې د کېنېډې او مېکسیکو سره د غیر ضروري تګ راتګ دپاره سرحد تړلی دی.

رویټرز وايي د ډسمبر په میاشت کې په چین کې د کرونا د شروع کېدو وروسته به صدر ټرمپ او د هغه د حکومت چارواکو داسې نه وېل چې دا ډیر خطرناک مرض دی او یا د دې خورېدل څه ډ‌یره سنګینه مسله ده. خو اوس یې دریځ بدل کړی دی.

رویټرز وايي ډانلډ ټرمپ سږ کال د نومبر په انتخاباتو کې د صدارت بیا امیدوار دی او د ډیر وخت راهسې مطبوعاتو سره د لانجو اوږد تاریخ لري. او په مطبوعاتو د الزامات لګوي چې د درغو او جعلي خبرونه نشروي او په میډیا د ټکونو دپاره ټوېټر استعمالوي.

د ډانلډ ټرمپ د انتخابي ډلې د نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو خلاف په عدالتونو کې مقدمې هم شروع کړي دي.

خو مطبوعاتو سره د کړکېچنو تعلقاتو ترڅنګ صدر ټرمپ قریباً هره ورځ د خبریالانو سره خبرې کوي.

رویټرز وايي صدر ټرمپ په ځینو وختونو کې د حالاتو برعکس د واقعاتو په اړه د خوشبنۍ منظر وړاندې کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورخ یو خبریال پوښتنه وکړه چې په داسې مهال چې د کرونا د مخنیوي په لړ کې کاروبارونه په مکمله توګّه او یا جزوي توګه بندیږي، په اقتصاد د کرونا د اثر په اړه د هغه څه دریځ دی، نو صدر ټرمپ وویل ”ډیره مهرباني چې تا مونږ ته وویلږ مونږ یې ستاینه کوو.”

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG