لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: پورپي هېوادونه دې په شام کې د داعش په صفونو کې جنگېدلي خپل شهریان د قید څخه بوځي


د اتوار، یکشنبې، په ورځ صدر ټرمپ په ټوېټر وویل (د داعش) "خلافت نسکورېدو ته تیار دی"
د اتوار، یکشنبې، په ورځ صدر ټرمپ په ټوېټر وویل (د داعش) "خلافت نسکورېدو ته تیار دی"

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په یورپي اتحادي هېوادونو غږ کړی دی چې په شام کې د داعش په صفونو کې نیول شوي پورپي شهریان دې خپل هېوادونه بیرته واخلي خو د وایس اف امریکا خبریال هېنري ریجوېل د میونخ څخه خپل رپورټ کې وايي یورپي ملکونو د صدر ټرمپ غوښتنې ته څه د ډاډ وړ ځواب نه دی ویلی.

صدر ټرمپ دغه غږ په داسې حال کې کړی دی چې د شام څخه یې د امریکايي ځواکونو د ویستلو اراده څرگنده کړې او وايي داعش د ماتي سره مخامخ دی.

خو څېړونکي وايي داعش اوس هم د حملو صلاحیت لري.

هېنري ریجوېل په خپل رپورټ کې وايي یو وخت وو د اتوو مېلینه خلکو د ابادۍ یو لک مربع کلومېټره علاقه د داعش د ولکې دلاندې وه خو اوس داعش د الباغوز ښار ځینېو برخو ته محدود کړی شوی دی او دا وخت دغه تنظیم د امریکې په ملاتړ جنگېدونکو سیرین ډیموکریټک فورسز د درنې بمبارۍ سره مخامخ دی.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ صدر ټرمپ په ټوېټر وویل (د داعش) "خلافت نسکورېدو ته تیار دی."

صدر ټرمپ په برطانیه، فرانس، جرمني او نورو یورپي هېوادونو غږ وکړو چې په شام کې قید خپل شهریان دې بیرته واخلي گني نو امریکا به یې ازاد کړي او دغه وسله وال به په خفیه توگه یورپ کې ور گډ شي

خو د میونخ سکېورټي کانفرنس په موقع موجودو د امریکې اتحادیانو د صدر ټرمپ په وینا څه ډیر باور څرگند نکړو.

د قطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني وویل که څه هم د داعش د ولکې دلاندې سیمې ازادې کړی شوي دي خو داعش او ترهگرۍ ته ماتی نه دی ورکړی شوی ځکه چې "هغه نظریه اوس هم موجود ده، هغه خلک اوس هم موجود دي او (ترهگرۍ ته) د خلکو د جلب کېدولو اسباب اوس هم شته."

د انټرنېشنل سېنټر فار د سټډي اف رېډیکلایزیشن یا د تندورۍ د مطالعې نړیوال مرکز څېړونکی پېټر نیومن وايي داعش اوس هم د زرگونو په شمېره کې وسله وال لري او زیاترو ځانونه پټ کړې دي. هغه زیاته کړه چې د داعش گڼ شمیر وسله وال په موصل او رقه ښارونو کې د بیا فعاله کېدو په انتظار ناست دي.

صدر ټرمپ وویل په شام کې امریکايي ځواکونو د یورپي هېوادونو٨٠٠ شهریان نیولې دي چې د داعش په صفونو کې جنگېدل. هغه غوښته وکړه چې یورپي هېوادونه دې خپل شهریان واخلي گني نو امریکا به یې ازاد کړي او بیا به دغه وسله وال په یورپ کې ورگډ شي.

د امریکې د کانگرس پخوانی غړی د واک من ریپبلېکن پارټۍ ډېرل ایسا وايي یورپي هېوادونو ته پکار دي چې د صدر ټرمپ خبرداري ته پام وکړي. هغه په تېرو وختونو کې به یورپي ملکونو د امریکې نه غوښتنه کوله چې په گوانټانامو زندان کې د دوی شهریان دې ورته وسپارل شي. پخوانی کانگرس مېن وايي د دغو قیدیانو به بیا څه احتساب نه کېدو او اکثر بیرته په ترهگرۍ کې ښکل شوي وو.

په عین حال کې د برطانيي د کورنیو چاور وزیر ساجد جاوید ویلي هغه د هغه خلکو د برطانيي ته د بیرته راتگ مخه به نېسي چې داعش کې د شاملېدو دپاره شام ته تللي وو. د اتوار، یکشنبې، په ورځ په سنډی ټایمز ورځپاڼه کې خپل مضمون کې ساجد جاوید ولیکل که چېرې څوک په څه نه څه طریقه برطانيي ته راغلل نو تفتیش به ترې کیږي او په ممکنه توگه به عدالت ته وړاندې کولی شي.

د برطانيي د کورنیو چارو وزیر دغه څرگندونې په داسې حال کې کړې چې د برطانيي څخه داعش کې شاملې شوې د یوې یو مېرمن کورنۍ ویلي په شام کې یې د زوی زېږون شوی دی او هغه ببرته برطانيي ته د راتگ غواړي.

شمیم بیگم چې دا وخت ١٩ کلنه ده په کال ٢٠١٥ کې د سکول د ځینو نورو ملگرو سره د برطانيي څخه شام ته په داعش کې د شاملېدو دپراه تللي وه.

د سنډی ټایمز ورځپاڼې سره یوې ورستۍ مرکه کې هغې وویل دوه نور ماشومان یې په شام کې د ناروغۍ او د خوارک د کمې په سبب مړه شوي وو. بیگم شمیم ویلي هغه په ترهگرۍ کې نه ده ککړه شوي.

هغې ویلي اوریدلي یې وو چې سر قلمول په شریعت کې روا دي نو ځکه یې داعش وسله والو په دغه کار څه اعتراض نه وو.

رپورټونه وايي شمیم بېگم دا وخت په شام کې په یو کېمپ کې ژوند کوي او وايي د خپل زوی په خاطر برطانيي ته تگ غواړي.

د هغې کورنۍ وايي شمیم بېگم بې گناه ده، برطانيي د بیرته تگ اجازت دې ورکړی شي او د هېواد د قانون مطابق سلوک دې ورسره وکړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG