لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د مواخذې د الزاماتو نه په بري کېدو خوشحالي وکړه


صدر ټرمپ دستورې ته د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې لومړی مخ هم ور وښودلو چې تر ټولو لوې سرخط کې یې په لوېو لویو لفظونو لیکل شو صدر ټرمپ بري شو. د هغه پلویان لاسو وپړکول
صدر ټرمپ دستورې ته د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې لومړی مخ هم ور وښودلو چې تر ټولو لوې سرخط کې یې په لوېو لویو لفظونو لیکل شو صدر ټرمپ بري شو. د هغه پلویان لاسو وپړکول

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هغه خلاف د مواخذې تحریک په ناکامه کېدو خوشحالي وکړه او د هغه په دفاع کولو یې په کانگرس کې د ریپلېکن پارټۍ غړو ستاینه وکړه.

د زیارت، پنجشنبې، په ماسپښین د وایت هاوس په یوه دستوره کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل "دا د خوشحالۍ یوه ورځ ده."

صدر ټرمپ دستورې ته د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې لومړی مخ هم ور وښودلو چې تر ټولو لوې سرخط کې یې په لوېو لویو لفظونو لیکل شو صدر ټرمپ بري شو. د هغه پلویان لاسو وپړکول.

یوه ورځ وړاندې، د امریکې په سېنېټ کې د رایو په اکثریت د صدر ټرمپ خلاف د مواخذ تحریک رد کړی شوی.

په کانگرس کې د حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټۍ په صدر ډانلډ ټرمپ د واک اختیار د ناقونه استعمال او د کانگرس د مخه نیولو الزاماتو د مواخذې تحریک شروع کړی و چې هغه د خپل چوکۍ دپاره نااهله وټاکي.

د واک په سمه توګه نه کارولو په لړ کې په سېنېټ کې په اچول شوؤ رايو کې ۵۲ سېنېټرانو دغه تور رد کړی او ۴۸ یې په حق کې رایې ورکړې ده.

دغه ډول د کانګرس په چارو کې د خنډ جوړولو د تور پرضد ۵۳ رايې او په مقابله کې يې ۴۷ رایې ورکړی شوي دي.

صدر د څوکۍ نه لرې کولو دپاره د ۱۰۰ غړو په اېوان کې په درېو کې د دوه برخو د رايو ضرورت وي.

د صدر ټرمپ د ګوند ريپبلکن سره په سېنېټ کې ۵۳ غړي دي، ۴۵ غړي د ډېموکرېټ او دوه ازاد دي.

د کانگرس د نمایندگانو په ایوان یا هاوس اف ریپرېزېنټېیوز کې د ډېموکرېټک گوند اکثریت دی او هلته د صدر ټرمپ خلاف د مواخذې تحریک په لوې اکثریت منظور شوی و.

صدر ټرمپ د امريکا درېم صدر دی چې د مواخذې سره مخ شو.

له دې وړاندې انډريو جانسن او بل کلنټن هم د مواخذې سره مخ شوي خو د يو پرضد هم مواخذه نه وه کاميابه شوې او په واک کې پاتې شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG