لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بولټن کتاب: ټرمپ د نړۍ له مشرانو څخه په ټاکنو کې د بریا لپاره مرسته غوښتې ده


ولسمشر ټرمپ او جان بولټن
ولسمشر ټرمپ او جان بولټن

واشنګټن: د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن وايي، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د چین د ولسمشر په ګډون د نړۍ له ګڼو مشرانو سره په خبرو کې د خپلو شخصي سیاسي ګټو لپاره ملي ګټې تر پخو لاندې کړي.

جان بولټن د والسټریټ جورنال د شورو یا چهارشنبې د ورځې په یوې مقاله کې لیکلي، چې د ۲۰۱۸ کال د جي شلو (G20) هېوادونو په سرمشریزه کې چې په بونېس اېرېس کې وه، ټرمپ د چین له ولسمشر شي نه وغوښتل چې د امریکا د کرنیزو محصولاتو اخېستل دې زیات کړي تر څو د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ټاکنو کې د کرنیزو ایالتونو رایې راخپلې کړي او ددې په بدل کې به دی په چینايي توکو باندې ډېر د خوښې وړ ټکسونه وټاکي.

ټرمپ چې د نهې یا سې شنبې په ورځ یی په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، چې د بولټن کتاب جرمي اړخ لري.

بولټن دا هم لیکلي، چې د جي شلو هېوادونو د ۲۰۱۹ کال د جون د ۲۹ نېټې په غونډه کې چې د جاپان په اوساکا کې وه ولسمشر شي ټرمپ ته وویل، چې د امریکا او چین اړیکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې اړیکې دي.

خو بولټن لیکي، ټرمپ "په ډېر جالب انداز سره خبرې د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته واړولې او له شي یې وغوښتل چې دده بریا باوري کړي."

د ټرمپ او شي دغه خبرې د بولټن د ۵۹۲ پاڼو په هغه کتاب کې راغلي دي چې په نېږدې راتلونکې کې به چاپ شي.

ددغه کتاب نوم دی The room where it happenedچې کاپي یې نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ترلاسه کړي دي.‌

"ټرمپ ټینګار وکړ چې د کروندګرو پر ارزښت او د چین لخوا د سویابینو او غنمو د اخیستلو پر مسلې باندې ټینګار وکړ چې دده په وینا د ټاکنو په پایلو باندې اغېز لري. ما به د ټرمپ ټکی په ټکی خبرې راخېستې وې خو د حکومت لخوا د کتاب د چاپ څخه مخکې د کتنې بهیر بل ډول پرېکړه وکړه."

ټاکل شوې ده چې دغه کتاب په راتلونکې اونۍ کې خپور شي خو اوس یې په وړاندې حقوقي جګړې زور اخیستی او د عدلیې وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ ددغه کتاب د نه چاپ کېدو په اړه حقوقي دعوا پرانېستې ده.

د ټرمپ اداره داسې دلیل وايي، چې بولټن د پټو او محرمو خبرو د نه خپرولو له اصل څخه تېری کړی او دا به ملي امنیت ته ګواښ وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG