لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان کې نامعلومو کسانو نرښځی په ډزو وژلی


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعېل خان کې نن د پنجشنبې یا زیارت په ماښام نامعلومو کسانو نرښځی په ډزو وژلی دی.

د علاقې پولیسو دغه پېښه تاييد کړې او وایي، شیزا سېټ نومې نرښځی د ډېره اسماعیل په سرکلر روډ یوه بالا خانه کې اوسېدو هلته ويشتل شوی او د هلته نه د ضلعې مرکزي هسپتال ته راوړل شوی دی

د روغتون چارواکو وي او اې ډیوه ته تاید کړه چې شیز سېټ څلور ډزه ويشتل شوی او روغتون ته په داسې حال کې راوړل شوی چې د وړاندې نه يې ژوند د لاسه ورکړی وو.

ډاکټر نعمان بیټنی وايي، تر پوسټ مارټم کولو وروسته د هغه مړی سرد خانې کې اېښودی شوی چې د هغه کورنۍ يې څوک راشي هغوي ته به سپارل کیږي.

په سمدستي ډول د پېښې په اړوند نور تفصيل مخې ته نه دی راغلی خو په ېیره اسماعېل خان کې د نرښځيانو یو مشر لیلا وایي دا د خپل نوعیت لومړۍ پېښه ده چې ډیره اسماعیل خان کې یو نرښځی په ډزو وژل شوی دی.

هغه وویل دوی نه دي خبر خو ماښام په خپلو خونو/ کمرو کې ډوډۍ ته ناست وو چې په بله خونه ډزې وشوې.

هغه زیاته کړه دوی ته خپلو نورو نرښځیانو وویل چې څوک ملګری يې راغلی وو او باید پولیس هغه مالوم کړي.

هسپتال ته د دې پیښې وروسته یو شمېر نرښځیان راغونډ شوي وو هغه مهال یو بل نرښځي بلبل په زړغوني غږ کې وویل په ملک کې د سپو او نورو ځناورو تپوس کیږي خو د نرښځي څوک تپوس نه کوي.

هغه وویل دوی نه د چا کور وران کړی او نه یې څوک وژلي او بيا هم دوی وژل کیږي.

هغه د صوبې اعلی حکومتي چارواکو نه غوښتنه وکړه چې په دې پېښه کې ککړ کسان دې ګرفتار کړي او سختې سزا ګانې دې ورکړي.

د سټي تاټې پولیس چارواکو په خبره دا پیښه د ماښام وروسته په سرکلر روډ شوې پولیسو روزنامچه رپورټ درج کړی او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

هغوی وویل د وژل شوي نرښځي تړاو د پنجاب لاهور سیمې سره دی او د کورنۍ راتلو وروسته به مقدمه درج کولی شي.

په پښتونخوا کې اوسېدونکي نرښځیان وایي تیرو اوو کلونو کې د صوبې بېلابېلو ښارونو کې د دوی تر 90 نه زیات ملګري وژل شوي او تر 1500 پورې د جنسي او جسماني تشدد ښکار شوي دي.

پاکستان کې د وروستيو ترسره شوو سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د 10000 نه سېوا نرښځيان دي او دوي وخت په وخت دغه شکايت کوي چې حکومت ورته د دوي حقونه نه ورکوي.

خو حکومت د نرښځیانو د تحفظ او حقونو د ایکټ یا قانون 2020 منظور مرکز کړی چې له مخې به اوس د هیواد ټولو سیمو کې د بې اسرې نرښځیانو دپاره ځانګړی دارالامان یا سرپناه جوړولی شي.

خو نر ښځیان وایي حکومت داسې زیاتې وعدې او اعلانونه کړي خو عملي کړي یې تر اوسه نه دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG