د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هندوستان په وزیراعظم نرندره مودي ملنډه کړي چې په افغانستان کې یې کتابتون جوړکړی چې په جنگ ځپلې هېواد کې به ترې څوک استفاده ونکړی خو هندوستان د افغانستان سره د خپلې مرستې دفاع کړې ده.
په نوي دلي کې هندي مامورینو ویلي هندوستان د افغانستان سره په یو شمېر لویو منصوبو کې امداد کوي چې د هېواد په ثبات او د افغانانو ژوند په ښه کولو کې به رول ادا کړي.
د هندي مامورینو خبرې هندي مطبوعاتو خپرې کړې.
صدر ټرمپ د هندوستان په اړه خبرې د شور، چارشنبې، په ورځ په واشنگټن کې د یو خبري کانفرنس په مهال وکړې او وه یې ویل چې هندي وزیراعظم نرندره مودي ورسره په ملاقات کې "په دوامداره توگه" ویل چې په افغانستان کې یې کتابتون جوړ کړی دی.
صدر ټرمپ وویل "تاسو ته دا معلومه ده چې د دې څه مطلب دی؟ دا داسې ده لکه چې مونږ چې څه کوو د هغې (مرستو) پنځه گنټې دي...او زمونږ نه امید کیږي چې وه وایو د کتابتون دپاره مهرباني. زه نه پوهېږم چې په افغانستان کې به (کتابتون) څوک استعمالوي."
هندی مامورینو وویل ممکنه ده چې واړه کتابتونونه د ټولنې د پرمختگ د منصوبو په برخه کې جوړ کړی شوي وي خو د افغانستان سره د هندوستان زیاتره مرسته لکه د ٢٠٠ کلومېټره اوږد سړک، د زراعت دپاره د بند او د افغانانو دپاره د تربيي په لویو لویو منصوبو کې کیږي.
هندوستان د افغانستان سره د درې ارب ډالرو امداد کړی دی او په سیمه ییز هېوادونو کې د افغانستان تر ټولو زیات مرسته کوي.
د هندوستان د واکمن بهارتیه جنته پارټي یو مشر رام مادی وویل هندوستان د ولس ژوند په جوړولو کې د افغانستان سره مرسته کوي او وې ویل چې هندوستان نه یوازې کتابتونونه او سړکونه جوړوي بلکې د افغانستان د پارلیمنټ وداني هم هندوستان جوړه کړې ده.