لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صحافتي تنظیمونو د مطبوعاتو سره د صدر ټرمپ په چلند ټکونه کړې دي


رپورټرز ود اوټ بارډز وویل صدر ټرمپ ډیر په جذبه په د مطبوعاتو "شرمول" کوي
رپورټرز ود اوټ بارډز وویل صدر ټرمپ ډیر په جذبه په د مطبوعاتو "شرمول" کوي

د صحافت د ازادۍ دوو نړيوالو تنظیمونو ویلي په مطبوعاتو د سیاستمدارانو ناتاره حملو د مبطوعاتو ازادي د خطر سره مخامخ کړی ده. دواړو ادارو د مطبوعاتو سره د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په چلند هم سخت تنقید کړی دی.

په کال ٢٠١٧ او ٢٠١٨ م کې په نړيواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه خپلو رپورټونو کې دواړو ادارو رپورټرز وداؤټ بارډرز او فریډم هاوس په غربي هېوادونو کې په مطبوعاتو د قدغنونو، صحافیانو او د صحافتي ادارو د سپکاوي په سر ټکونه وکړل. دغه رپورټونه د شور، چارشنبې، په ورځ جاري شوي دی.

فریډم هاوس په خپل رپورټ کې وویل تر د پنځه کاله وړانډې پورې د امریکې او د یورپ په رنگ "مضبوطو جمهوریتونو" کې د نړۍ د نورو برخو په څېر په مطبوعاتو څه ډیر فشار نه و. "خو نن په دې ازادو ټولنو کې د خلکو د خوښې رهبران د رای د ازادۍ دپاره لوې گواښ جوړ شوي دي."

رپورټرز ود اوټ بارډرز وویل چې په جمهوري توگه منتخب مشران اوس مطبوعات د جمهوریت ضروري برخه نه گڼي بلکې ورته د "یو حریف" په سترگه گوري او په جار مطبوعاتو ته د خپلې "کرکې" څرگندونه کوي.

دواړو ادارو په صدر ټرمپ سخت تنقید وکړو. رپورټرز ود اوټ بارډز وویل صدر ټرمپ ډیر په جذبه په د مطبوعاتو "شرمول" کوي.

فریډم هاوس وویل صدر ټرمپ مطبوعات د امریکنیانو "دښمن" بولي او د صحافیانو او د صحافتي ادارو سپکاوی کوي چې له امله یې په صحافت د عامو خلکو اعتماد کمزوری شوی دی.

وایټ هاوس ددغه ادارو په څرگندونو په سمدستي توگه څه نه دي ویلي.

رپورټرز ود اوټ بارډز په ١٨٠ و هېوادونو کې د صحافت د ازادۍ جاج اخیستی دی او د صحافت د ازادۍ په لحاظ یې د یو نه تر د ١٨٠ پورې د هېوادونو درجه بندي کړې ده. په دغه فهرست ازاد هېوادونه پورته او نور لاندې دي.

د سږ کال په فهرست ترټولو اول ناروی دی. ددې نه وړاندې فنلینډ په وړمبۍ شمیره و. شمالي کوریا په ١٨٠ مه درجه دی.

د رپورټرز ود اوټ بارډرز په دغه فهرست امریکا ۴٥ م هېواد دی، چې د تېرو کلونو په مقابله کې دوه درجې لاندې شوی دی. اداره وايي د امریکې د ښکته تگ رجحان د صدر براک اوباما په دور کې شروع شو خو د صدر ټرمپ په حکومت کې نور گړندی شو. د صحافت د ازادۍ په لحاظ تر ټولو لوې زوال په یورپ کې لیدل کیږي چرته چې د نړۍ اته ازاد هېوادونه موجود وو خو اوس حالات بدل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG