د ونډو نړیوال بازارونه د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا امریکا ته په واردېدونکو سټیلو یا فولادو باندې د ٢٥٪ او په سلورو (المونیمو) باندې د ١٠٪ مالیې لگولو له اعلان سره پریوتي دي.
د تیرې جمعې په ورځ د بازار تر بندیدو پورې د جاپان نکئي ٢.٥ فیصده او د هانگ کانگ د ونډو بازار ١.٥٪ ټیټ شوی و.
نن سهار د واشنگټن پر وخت اته بجې ډاو جونز په ٨٥ پوائنټو سره ولاړ و چې د خپل وړاندې پوزیشن نه دا ٨٢ پوائنټه کم و. ناسداق او اېس اېنډ پي٥٠٠ خپل پوزیشن تر دې دمه برقراره او مثبت ساتلی.
د دې ویرې امله چې امریکا او چین به له دې پرېکړې وروسته یو سوداګریز جنگ باندې بوخت شي، اېشیايي ونډو بازار د تیرې جمعې په ورځ راغورځولی دی.
د چین شېنگهايي سټاک اېکسچېنج باندې د دې خبر ډیر اثر ندی راغلی او خالي ٠.٦ ٪ پریوتې.
د جاپان نکئی انډیکس ٢.۴٪ راپریوتی، دغه شان د هانگ کانگ او سویلي کوریا د ونډو بازار ١.٦ فيصده، د اسټریلیا سیډني د ونډو بازار ای اېس ایکس٢٠٠ ١ فیصده راپریوتی.
د امریکا نوې سوداګریزه تگلاره او ایتلافیان
دا نوی ټیکس به د امریکا اتیلافیان لکه برطانیه، جرمني، سویلي کوریا، ترکيه او جاپان هم سخت اغیزمن کړي.
د صدر ټرمپ لخوا دې اعلان ته د هغه د خپل سیاسي ګوند له ځینو غړو پرته اروپايي ټولنې هم سخت غبرگون ښودلی.
اروپايي ټولنې امریکا ته خبرداری ورکړی چې دوي به هم د امریکا نه یورپ ته واردېدونکو توکو باندې لکه په هارلي ډېوډسن موټرسائیکلو، بوربن او لیوائز جینزونو پشان نورو شیانو باندې دوی هم مالیه ولگوي خو صدر دې ته په ځواب کښې ویلي که یورپ داسې وکړل نو د دوي لخوا امریکا ته واردېدونکو موټرو باندې به ټیکس ولگوي.
پیټر نوارو وايي، د امریکا قامي او تجارتي سلامتیا لپاره دا نوې مالیه ضروري ده.
د برطانې وزیراعظمه میرمن تهریسا می وايي، د اتوار په ورځ یې دې لړ کښې صدر ټرمپ سره خبرې هم کړي او د صدر لخوا په سټیلو او پیتلو یې د مالیې په پرېکړې ورته اندیښنې څرگندې کړي. تهریسا می وايي، دې مسئلې ته د ټولو ډلو گډ ځواب د مسئلې حل لرلی شي.
نړیوال غبرگون
د گردې نړی د حکومتونو لخوا په دې فیصله غبرگون نه اندازه کیږي چې څوک هم په دې خوشحاله نه دي.
چین په امریکا غږ کړی، چې له دې ډول گامونو له پورته کولو نه دې ډډه وکړي او د چین خارجه وزارت په دې اړه وايي، امریکا دې د گڼ اړخیزو سوداګریزو اصولو د پالنې لپاره خپله برخه واچوي.
د کېنیډا خارجه وزیرې کرسټیا فري لېنډ د امریکا لخواه دا نوې مالیه " د نه منلو وړ" گام بللې او زیاته کړې یې ده چې " کېنیډا به د خپل تجارت او خپل مزدورانو دفاع لپاره ځوابي گامونه پورته کوي".
د امریکا یو بل گاونډي میکسیکو ویلي، که امریکا دا مالیه په مکسیکو هم لگولې وي نو دوي سره د غبرګون پرته بله کومه لار نه پاتې کیږي.
اروپايي ټولنه وايي، په خپلږ صنعتونو او روزگارونو باندې د چا دا ډول گوزار باندې به چیرې هم غلې پاتې نشي. دوي زیاتوي د خپلو گټو دفاع به کوي.
اسټریلیا وايي، د داسې قسمه گامونو وروستی نتیجه به ځای پر ځای بې روزگاري او مالي بحران وي.
د امریکايي مطبوعاتو ترمخه برازیل کوم چې امریکا ته د سټیلو یا پولادو له سترو واردونکو هېوادونو څخه دی ویلي دی، د صدر ډانلډ ټرمپ دا گام په دواړو هېوادونو کښې صارفین (مشتریان) او تولید کونکي یو ډول اغیز من کړي.
د صدر ټرمپ دې گام په عکس العمل کښې جاپان ویلي چې امریکا سره د دوي د سټیلو تجارت نه د امریکا قامي سلامتیا ته هیڅ خطر نشته او د هېواد د تجارت او صنعت وزیر ویلي په دې مسئله به امریکا سره ضرور خبرې کوي.
صدر ټرمپ نن سهار په خپل یو ټویټ کښې ویلي، امریکا ته د نورې نړۍ نه راتلونکو سټیلو او سلورو وارداتو باندې مالیی خبرې نه هله پرشا کیږي کله چې دوي کېنیډا او مېکسیکو سره په نورو سوداګریزو تړونونو باندې موافقه وکړي.
امریکايي غبرگون
د نړی په څېر د صدر ټرمپ د خپلې پارټی ځینو غړو هم د انتظامیې په گام خپلې اندیښنې څرگندې کړي او د امرېکا د سټیلو او سلورو صارفین وايي پکار ده چې کېنیډا کومه چې دې برخه کښې د امریکا سره لوی تجارت کوي د نوې مالیې نه بچ وساتل شي خو په تجارت د سپینې ماڼی سلاکار پیټر نوارو وايي صدر داسې هیڅ اراده نلري.
کېنیډا امریکا ته هرکال د ٧.٢ بلین ډالرو سلور او د ۴.٣ بلین ډالرو سټیل راستوي.
د امریکا، کېنیډا، او میکسیکو ترمنځ دا مهال په دې اړه مذاکرات هم روان دي.