د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ د سپریم کورټ د دې فېصلې هرکلی وکړو چې امریکې ته د مسلمانانو د اکثریت پنځو هېوادونو څخه د خلکو په راتگ پابندي یې پرځای وساتله.
د هېواد تر ټولو لوې عدالت د فېصلې څو گنټې ورسته، صدر ټرمپ په خپل غبرگون کې وویل دا د امریکې د ولس، ائین او د حکومت "فتح" ده.
د سپریم کورټ د څلورو په مقابله کې پنځو ججانو د صدر ټرمپ هغه حکمنامه پرځای وساتله چې پکې د مسلمانانو د اکثریت پنځو هېوادونو څخه امریکې ته د خلکو په راتگ پابندي لگول شوې ده.
د سپریم کورټ مشر جج د صدارتي حکمنامې په حق کې ولیکل چې صدر دا اختیار لري چې د قامي سلامتیه په خاطر د خارجي هېوادونو څخه د خلکو په راتگ پابندي ولگوي.
په ټېلې وژن د صدر ټرمپ د نشر شوې بیان نه وړاندې، وایټ هاوس په خپل بیان کې هم د سپریم کورټ د فېصلې هرکلی وکړو او دا یې "لویه کامیابې" وبوله.
په امریکا کې د مسلمانانو د حقونو دپاره کارکونکې تنظیم کاونسل ان امریکن اسلامک ریلېشنز د سپریم کورټ د فېصلې غندنه وکړه او وې ویل ددې په نتیجه کې به د امېگریشن په نظام کې تعصب نور هم زیات شي.
د سپریم کورټ مشر جج جسټس جان رابرټس وویل صدر ټرمپ د قانون سره سم خپل اختیارات استعمال کړې دي.
د عدالت څلورو ازاد خیاله ججانو د حکمنامې خلاف فېصله وکړه.
د دې نه وړاندې زیلي عدالتونو دوه ځله د صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه دغه حکمنامه ځنډولې وه.
د صدر ټرمپ د حکمنامې د لاندې چې د سپټمبر په میاشت کې یې جاري کړې وه د ایران، لیبیا، صومالیه، شام او د یمن ترڅنگ د شمالي کوریا، او د وینزویلا ځینې شهریان امریکې ته راتگ نشي کولی.
د سپریم کورټ د فېصلې په نتیجه کې به د تېرو ١٦ میاشتو هغه عدالتي جنگ سر ته ورسي چې د صدر ټرمپ د حکمنامې ورسته پیل شوی و او حکومت پکې د حکمنامې د نفاذ دپاره او مخالفینو یې د دې د لرې کولو دپاره کوښښونه کول. مخالفین وايي حکمنامه په نظریاتو اډاڼه ده او هدف یې امریکې ته د مسلمانانو په راتگ پابندي لگول دي.
صدر ټرمپ او د هغه پلویان دا خبره ردوي چې گنې دغه حکمنامه د مسلمانانو خلاف د تعصب په بنیاد جاري کړی شوې ده.
د سي این این ټیلې وژن ترمخه، د وایټ هاوس په یو بیان کې صدر ټرمپ د سپریم کورټ فېصله خپله گټه وبوله او وې ویل چې د امریکایانو د تحفظ دپاره به هر ممکن گام اخلي.
د صدر ټرمپ دا دریځ دی چې د کومو هېوادونو څخه د خلکو په راتگ پابندي لگول شوې ده هلته د داسې نظام نشته چې د خلکو چاڼ وکړي او دا معلومه کړي چې کوم مشکوک ترهگر خو امریکې ته سفر نه کوي.
د کاونسل ان امریکن اسلامک ریلیشنز مشر نهاد اواد په د فېصلې ورسته یو بیان کې وویل ٥٠ کاله وړاندې کانگرس د امېگریشن یا مهاجرت هغه نظام ختم کړو چې پکې به د یو نسل خلکو ته د بل نسل په خلکو ترجیح ورکړی کیده. "دې فېصلې هغه سنگ میل لمنځه یوړو."