لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د خارجي هېوادونو مشرانو سره په ټېلې فون د خپلو لانجمو خبرو دفاع کړې


صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د خبریالانو سره خبرې کوي
صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د خبریالانو سره خبرې کوي

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ سياسي مخاليفينو ته په وروستي غبرګون کې د بهرنيو هېوادونو مشرانو سره د خپلو ټيلي فوني خبرو دفاع کړې او ويلي یې دي دا یې آييني ذمه واري ده چې په ملک کې د بډو رشتونو مخه ونيسي.

د صدر ټرمپ مخالفه ډيموکرېټ ګوند نيوکې کوي چې د يوکرېن صدر ته يې په ټېلي فون ويلي چې دده د سياسي مخالف او پخواني نایب صدر جوبایډن او د هغه د زوي هنټر بایډن په اړه د غبن پلټنې وکړي.

خو صدر ټرمپ دغې نيوکو ته په ځواب کې ويلي،"دا سياست نه دی دا د بډو رشتونو يا کرپشن خبره ده ، که تاسو آيين ولولۍ نو پخپله به درته معلومه شي چې دا زما قانوني ذمه ده چې کرپشن ختم کړم، دا زما کار دی."

صدرټرمپ دا خبرې په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته کړي دي.
خو د کانګرېس لاندينۍ برخه يا هاؤس چې پکې د مخالفه ډيموکرېټ ګوند اکثريت دی د صدر ټرمپ په ضد يې د مواخذې تحقیقات په رسمي ډول پېل کړي او د هاؤس د استخباراتي کمېټۍ مشر اېډم شېف ويلي صدر ټرمپ چې د يوکرېن صدر سره په ټېلي فون کومې خبرې کړې وې دغه يې د امريکا ملي سلامتيا ته زيان رسولې.

د هاؤس سپيکرې نېنسي پلوسي هم ويلي و صدر ټرمپ د آيين سرغړونه کړې او هېڅ څوک د قانون نه اوچت نه وي که صدر وي هم به ورسره احتساب کېږي.
خو صدر ټرمپ دغه خپله ذمه واري بللې او ويلي دي دغه سياست نه بلکه د کرپشن مخ نيوی وو، چې د دده قانوي ذمه واري ده.

دغې ته په ځواب کې د کانګرېس د استخباراتي کمېټۍ مشر اېډم شېف په خپل يو ټويټ کې ليکلي،

د ټرمپ دا خيال دی چې په بهرنيو هېوادونو د خپلو سياسي ګټو لپاره فشار اچول د ده قانوني حق دی ، د کانګرېس هرغړی دې دا فېصله وکړي چې دا دده حق دی او که نه؟
د ډيموکرېټ ډلې ترڅنګ د صدر ټرمپ د ريپبلکن ډلې يو وتلي سېنټر مېټ رامني هم د صدر ټرمپ په دغه کار ټکونه کړي.
د يوټا رياست نه د امريکا د سېنټ غړي او پخواني صدارتي امېدوار مېټ رامني په ټويټ ليکلي، " څومره چې تراوسه ښکاره شوې د صدر ټرمپ لخوا چين او يوکرېن ته د جوباېډن په ضد د پلټنو وېل يو بد کار دی چې وړاندې د امريکا په تاريخ کې بل صدر نه دی کړی".

مټ رامني د صدر ټرمپ د ريپبلېکن ګوند لومړی غړی دی چې د صدر په ضد يې ښکاره نيوکې کړي دي.
د صدر ټرمپ د مواخذه کولو لپاره پکار ده چې په سېنټ کې 20 د ريپبلېکن او دوه آزادو سنېټران هم د ډيموکرېټ ګوند د سنېټرانو سره ودريږي نو صدر د خپلې څوکۍ نه لرکولی شي.

صدرټرمپ ويلي ډيموکرېټان په هاؤس کې اکثريت لري خو که د ده په ضد يې د هاؤس نه د مواخذې قانون منظور هم کړو نو په سېنټ کې به يې بايلي، چرته چې د ريپلېکن ګوند واکمني ده.

صدر ټرمپ د جمې په ورځ بيا دغه رپوټونه رد کړي چې ګنې ده د يوکرېن په صدر د جوباېډن او دهغه د ځوي د پلټنو لپاره فشار اچولی وو.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG