په ترکي کې د امریکې د سفارتخانې په ودانۍ د گل، دوشنبې، په ورځ د یو روان موټر نه ډزې وشوې، دا په داسې مهال چې د نېټو د دواړو غړو هېوادونو تعلقات د تاتریخوالي سره مخامخ دي.
د ترکي د حکومتي مطبوعاتو ترمخه، په سفارتخانه د ډزو په لړ کې یو تن نیول شوی دی خو په حمله کې څوک نه دي زخمي شوي.
د اي پي خبري ادارې ترمخه، د سفارتخانې په ودانۍ د روان موټر نه د لمر خاته نه وړاندې مهال شپږ ډزې وشوې. درې گولۍ د سفارتخانې په دروازه او په یوه کړکۍ ولگېدلې.
د سفارتخانې ترجمان ډیوډ گېنر په سفارتي ودانۍ د حملې تصدیق وکړو او وې ویل په دې لړ کې تحقیقات روان دي. هغه د ترکي د پولیس ستاینه وکړه چې سمدستي توگه یې د حملې ورسته اقدامات وکړل.
د ترکي اناتولي خبري ادارې ترمخه په امریکاي سفارتخانې د ډزو په لړ کې یو مشکوک تن نیول شوی دی.
په امریکايي سفارتخانه په داسې مهال ډزې شوي دي چې د سفارتي او تجارتي لانجو په وجه د امریکې او ترکي تعلقاتو کې کړکیچ راپورته شوی دی. خو ددې پرته هم د ترکي د صدر ترجمان ابراهیم کلین د حملې غندنه وکړه او وې ویل دا د اړي گړي د راپارولو کوښښ و.
د امریکې او د ترکي د موجوده کړکیچ یوه وجه په ترکي کې د امریکايي پادرې اېنډریو برنسن گرفتاري هم ده. په هغه د ترهگرۍ او د جاسوسۍ سره تړلې الزامات لگول شوي دي. امریکا د هغه د ازادۍ غوښتنه کوي.
ترکي د ډیر وخت راهسې غواړي چې په امریکا کې میشته ترک ملا فتح الله گولین دې ترکي ته وسپارل شي. ترک مامورین په ښاغلي گولین د کال ٢٠١٦ ناکام بغاوت د راپارولو الزام لگوي. گولین دغه خبره ردوي.
په ترکي کې وړاندې هم د امریکې په سفارتي ودانیو حملې شوي دي. په کال ٢٠١٥ کې په استنبول کې د امریکې قونصلخانې سره نژدې ډزو کې یو تن زخمي شوی و. په کال ٢٠١٣ کې یو ځانمرگي حمله کونکی او یو محافظ د انقره کې د امریکې د امریکې سفارتخانې سره نژدې وژل شوي وو. ددې نه وړاندې په کال ٢٠٠٨ کې درې حمله کونکي او درې ترک پولیس افسران په انقره کې د امریکې سفارتخانې نه بهر د ډزو په تبادله کې وژل شوي وو.