امریکې ترکي ته خبرداری ورکړی دی چې د روس جوړ اېس ۴۰۰ ډول دفاعي نظام د فعاله کوولو دپاره دې نور ګامونه نه اخلي او یو امریکايي چارواکي په ترکي د پابندیو امکان څرګند کړی دی.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د واشنګټن او انقره ترمنځ تعلقات په ورستي کلونو کې د تاوتریخوالي ښکار شوي دي خو دغه تاوتریخوالي د ترک صدر رجب طېب اردوان د دې بیان وروسته نور زیات شوي چې د ترکي پوځ د روس د فضايي دفاعي نظام ازموینه کړې ده.
امریکايي چارواکو د اردوان د اعلان غندنه وکړه او د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ یو لوړ رتبه چارواکي وویل په ترکي د نورو بندیزونو خطر حقیقت لري.
اسسټنټ سېکرېټري اف سټېټ ار کلارک کوپر خبریالانو ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په ترکي د بندیزونو خبره په مېز پرته ده، یعني د ترکي خلاف د دغې لار د استعمالیدو امکان موجود دی.
ښاغلي کووپر وویل د روس دغه دفاعي نظام نه یوازې د امریکې بلکې د نېټو د نظام سره هم سمون نه خوري. هغه زیاته کړه داسې ډول نظام فعاله کوول ځان سره د نورو بندیزونو او قدغنونو خطر راوړي.
ترکي په کال ۲۰۱۷ کې د اېس ۴۰۰ ډول دفاعي نظام د اخیستلو دپاره روس سره معاهده وکړه او په کال ۲۰۱۹ کې یې ترکي ته رسد شروع شو.
د ترکي د دغه ګام نه پس امریکې د اېف ۳۵ خفیه جنګي جهازونو په پروګرام کې د ترکي شرکت ځنډولی دی او په ترکي یې د بندیزونو دړکې کړي خو د وي او ای رپورټ وايي د انقره په ضد دغه پابندۍ په عملي توګه نه دي لګول شوي.
ښاغلي کووپر د شورو، چهارشنبې، په ورځ خپلو خبرو داسې څرګندونه وکړه چې ګني ترکي دپاره د امریکې صبر په ختمېدو دی او وه یې وېل په تېر یو کال کې ترکي د امریکې او نېټو سره د خپلو تعلقاتو بهتر کوولو موقع دلاسه وکړه.
امریکايي مامورین خبرداری کوي چې د ترکي د روس د جدیدې رېډار ټېکنالوجۍ د استعمال دلارې د نېټو پوخي نظام کمزوری کېدلی شي او د اېف ۳۵ جهازونو ترڅنګ د نېټو جنګي الوتکي په هدف کېدلی شي.
خو تېره هفته خبریالانو سره خبرو کې د ترکي صدر رجب طېب اردوان د امریکې دغه خبرداری رد کړو او وه یې وېل چې دوی دپاره دغه هیڅ د تشویش خبره نه ده.
د وی او ای رپورټ وايي ترکي سره د روسي دفاعي نظام په سر د جمود باوجود امریکې ترکي ځان ته د رانژدو کوولو کوښښونه دلاسه نه دي ورکړي.
ښاغلي کووپر وویل یونان او بلغاریه ته په ورستۍ دورو کې په دواړو ملکونو غږ وکړو چې ترکي د غرب په دایره کې ساتلو دپاره دې هر ممکن کوښښ کوي.
هغه وویل که چېرې ترکي د غربي ملکونو په دایره کې نه پاتې کې نو خپله ترکي، بیا امریکې او نېټو ته به یې نقصان رسېږي. د وي او ای رپورټ وايي امریکايي چارواکي کوښښ کوي چې د روس د هغو ګامونو مخه ونیسي چې غربي ملکونو د یو بل نه جدا کړي. رپورټ وايي د دغو کوښښونو کامیابي به وخت څرګندوي.
ښاغلي کووپر وویل د یورپ او د مغربي ملکونو د حلقې نه د ترکي د وتلو ګټه به یوازې روس ته رسیږي.