لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ به د ترکي صدر اردوان سره د شام او روسي دفاعي نظام په اړه خبرې کوي


صدر ټرمپ او صدر اردوان
صدر ټرمپ او صدر اردوان

د ترکي صدر رجپ طیب اردوان د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره نن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې ویني.

ټاکل شوې ده چې دواړه صدران به په شمالي شام کې د ترکي په پوځي عملیاتو او د روس نه د ترکي دفاعي نظام د اخیستلو ترڅنگ په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کوي.

د ملاقات وروسته به صدر ټرمپ او صدر اردوان مشترکه خبري غونډې ته هم وینا کوي.

امریکې او د نېټو پوځي اتحاد نورو غړو هیوادونو روس نه د ترکي د دفاعي نظام په اخیستلو تشویش څرگند کړی دی او وايي دغه روسي نظام د نېټو دفاعي نظام سره سمون نه خوري او د امریکې اېف ٣٥ نومې جنگي جهازونو دپاره هم خطر راولاړوي.

د ترکې د دغه گام په ځواب کې امریکې د اېف ٣٥ الوتکو سره د ترکي تړون ځنډولی دی.

واشنگټن ته د صدر اردوان د سفر نه وړاندې یو امریکايي چارواکي ووېل صدر ټرمپ د روسي دفاعي نظام په اړه د ترکي سره نیع په نیغه خبرې کول. امریکايي چارواکي وویل د امریکې او ترکي تعلقات ترکي دپاره اقتصادي او پوځي گټې لري خو د دې دپاره پکار ده چې د روسي دفاعي نظام مسله حل کړی شي.

د صدر اردوان ترجمان فهرتن التون ویلي ترکي د روس نه دفاعي نظام په اخیستلو کې واضحه دریځ لري. ښاغلي التون د ټوېټر دلارې وویل ترکي په بیړنۍ توگه روسي دفاعي نظام ته اړتیا لري او امریکې ته پکار ده چې دا خبره ومني او د دواړو هېوادونو په تعلق کې د دې مسلې نه ازغی جوړ نکړي.

یو بل امریکايي چارواکي وویل د صدر ټرمپ په ترجیحاتو کې په شام کې صورتحال هم شامل دی او هغه نه غواړي چې د داعش وسله واله ډله هلته بیا سر راپورته کړي.

امریکايي چارواکي وویل صدر ټرمپ به د صدر اردوان سره په ترکي کې د اقلتیونو او د انساني حقونو په صورتحال هم خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG