لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوالې ټولنې د افغان مېرمنو فعالانو په دوامداره لادرکۍ تشویش څرګند کړي


په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو د خپل حقونو دفاع دپاره په کابل کې یو شمېر مظارهرې کړي دي
په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو د خپل حقونو دفاع دپاره په کابل کې یو شمېر مظارهرې کړي دي

امریکې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یوشمېر ډلو په افغانستان کې د مېرمنو فعالانو د دوامدار لا درکې په اړه تشویش څرګند کړی او په طالبانو یې غږ کړی چې د فعالانو د موندلو دپاره دې ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګټرېش غوښتلي چې طالبان دې داسې ګامونه دې پورته کړي چې دغه لا درکه ښځې بیرته خپلو کورونو ته لاړې شي.

د افغانستان پخواني مرستیال صدر امر الله صالح د یو ټویټ د لارې ویلي چې طالبان بې ګناه ښځې، مدني فعالان او خبربالان نیسي، په تعلیم بندېزونه لګوي، اطلاعاتو ته د رسای مخه نیسي ، په میډیا غږونه بندوي، ویره خپروي بهرني وګړي تښتوي او صنفي توپیر پیدا کوي او غواړي چې دا کارونه د سودا بازی د پاره وکاروي.

د ملګرو ملتونو سیکټري جنرل د شورو چارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې وویل د افغان ښځینه فعالانو د خېر ښېګړې په اړه اندېښمني زیاتیږي. هغه زیاته کړه یو شمېر فعالانې بې درکه شوي دي او د تېرو څو هفتو راهسې د ځینو فعالانو غږ چا نه دی اورېدلی.

له دې یوه ورځ وړاندې د بشري حقونو دفتر او ایچ سي ایچ ار ویاندې لیز ټروسیل هم په یو بیان کې په طالبانو غږ کړی وو چې نیول شوې څلور مدني فعالانې او ددوی خپل خپلوان دې ازادې کړي چې تېره میاشت بندي کړل شوي.

یو شمېر فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو په وروستیو کې ویلي دي چې فعالانې مرسل عیار او زهرا محمدي د طالبانو په ضد په کابل کې په لاریونونو کې د ګډون وروسته په کابل کې له خپلو کورونو څخه ایستل شوي دي.

تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل هم چې د ښځو حقوقو دپاره په وروستیو لاریونونو کې یې ګډون کړی و د لادرکه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د دوو ښځینه فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل د نیول کېدو په اړه راپورونه رد کړي دي. او د دوو نورو ښځينه فعالانو د لادرکه کېدو په اړه یې څه نه دي.

امریکا، جرمني ، هالېنډ او یو شمیر غربي هیوادونو هم د نیول شویو ښځینه فعالانو په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو سازمانونو د یادو مېرمنو د لادرکه کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت څخه یې په دې اړه د فوري ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.


  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG